پيټريوس: امريکا د افغانستان جګړه کې بريالۍ نه شوه

افغانستان

پيټريوس: امريکا د افغانستان جګړه کې بريالۍ نه شوه

274

امريکايي جنرال ډيويډ پيټريوس څرګنده کړې ده، چې امريکا د افغانستان په جګړه کې پاتې راغلې ده او هغه موخې يې نه دي ترلاسه کړي، د کومو لپاره يې چې پر دې هېواد بريد کړی و.

دغه په کور ناستي جنرال زياته کړې ده، چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو موجوديت بې ګټې ثابت شو او د ترهګرو په ځپلو کې يې هيڅ ګټه ور نه کړه.

پټريوس چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان هم پاتې شوی، څرګندوي چې دې هېواد کې بهرني ځواکونه خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلي او بريالي شوي نه دي.

پيټريوس وايي چې د ناټو او امريکايي ځواکونو موخه په افغانستان کې د ترهګرۍ او القاعده له منځه وړل و او دا چې پرېنږدي دا هېواد يو ځل بيا د ترهګرو په مرکز بدل شي، خو په وينا يې برعکس د افغانستان جګړه پراخه، ناامني ډېره او ترهګرې ډلې پياوړې شوې.

پيټريوس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ځينې لوري دې ته اشاره کوي، چې امريکا غواړي په لوی لاس د افغانستان جګړه وغځوي او له دې لارې خپلو پټو موخو ته ځان ورسوي. هغوی د امريکا ځينو پلانونو ته کړنو ته په کتو دا ادعا کوي.