ګارډين: امريکا غواړي افغانستان کې نوې ملېشه رامنځته کړي

راپورونه

ګارډين: امريکا غواړي افغانستان کې نوې ملېشه رامنځته کړي

697

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډين خبر ورکړی دی، چې امريکا غواړي په افغانستان کې يوه نوې ملېشه رامنځته کړي، چې په کليوالو سيمو کې به فعاليت کوي. ګارډين زياته کړې ده، چې دا ملېشه سيمه‌ييزو پوليسو يا اربکيانو ته ورته ده، چې خلک ترې ښې خاطرې نه لري. ورځپاڼې د دې ځواک شمېر شل زره تنه اټکل کړی دی.

بي بي سي د ګارډين د راپور په حواله ليکلي، چې ملګري ملتونه او د امريکا نړيوال مرستندويان د امريکا د دغه پلان مخالفت کوي او نه غواړي چې دا ملېشه رامنځته شي.

امريکايي مسوولين وايي چې دا ملېشه به په خپلو سيمو کې د طالبانو پر ضد فعاليت کوي او د هغوی د نفوذ مخه به نيسي.

سرچينه وايي چې دا نوې ملېشې به د سيمه‌ييزو پوليسو په څېر وي، خو د افغانستان د دفاع وزارت له لوري به اداره کېږي او د ملي اردو پخواني افسران او سرتېري به هم په کې وي، چې اردو کې يې د کار موده پای ته رسېدلې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې نړيوال مرستندويان هڅه کوي چې ولسمشر غني هم د دې طرحې مخالفت ته وهڅوي خو خپله ولسمشر غني او د حکومت کوم بل غړي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورځپاڼې د دې ځواک له رامنځته کېدو وروسته د سيمه‌ييزو سياليو د پراختيا په اړه له اندېښنو خبر ورکړی دی.

څو کاله وشول چې سيمه‌ييز پوليس د هېواد په ډېری ولايتونو کې فعالیت کوي، خو نږدې د ټولو ولايتونو اوسېدونکي ترې شکايت کوي. خلکو بيا بيا له دولته غوښتنې کړي چې له سيمې يې سيمه‌ييز پوليس وباسي او پر ځای يې د ملي اردو ځواکونه ځای پر ځای کړي.