ډان نيوز: عبدالله عبدالله افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر شتون اعتراف کړی

افغانستان

ډان نيوز: عبدالله عبدالله افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر شتون اعتراف کړی

942

پاکستانۍ رسنۍ ډان نيوز ادعا کړې ده، چې د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر شتون اعتراف کړی دی. خپرونې د ډاکټر عبدالله له خولې ليکلي چې «پاکستاني طالبان له وسله والو سره د افغان حکومت د روانو جګړو له کبله له رامنځته شوي بې ثباته وضعیته ګټه پورته کوي».

ډان نيوز زياتوي چې عبدالله عبدالله واشنګټن کې د امریکاغږ له يوه خبريال سره کړې ليدنه کې ويلي، چې پاکستان دې په څرګند ډول پر حالاتو ځان پوی کړي په سويلي اسیا کې دې د ترهګرو ماتولو کې د نړيوالو هڅو ملاتړ وکړي.

سرچينه ادعا کوي، چې عبدالله عبدالله افغانستان کې د ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان پر شتون اعتراف کړی چې «دا د پاکستاني چارواکو هغه ادعا ثابتوي چې وايي د ټي ټي پي غړي افغانستان کې په خپل کيمپونو کې پر پاکستان د بريدونو پلانونه جوړوي». ډان نيوز عبدالله عبدالله لومړنی افغان چارواکی بللی چې په دې خبره يې اعتراف کړی.

سرچينې د هغه په وينا ليکلی چې افغانستان د هيڅ ډول ترهګرو ترمنځ توپير نه کوي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې خاوره يې د نورو دولتونو پر ضد وکاروي.

پاکستانۍ رسنۍ دا ادعا په داسې حال کې کوي چې افغان حکومت هر ځل په دې اړه د پاکستان تورونه رد کړي. خو د افغانستان حکومت لا د دې تازه ادعا په اړه څه نه دي ويلي.