"حکومت لندن کې پر ډیورنډ کرښه معامله کړې"

افغانستان

694

ورځ تر بلې پر ډیورنډ کرښې د پاکستان له لوري د جوړېدونکو پوستو او اغزنو تارونو په تړاو غبرګونونه زیاتیږي او حکومت له پاکستان سره پر دغې کرښې پر پټې معامله کولو تورنیږي.
د ننګرهار ولایتي شورا نوي ټاکل شوي مشر پرون وویل چې حکومت لندن کې له پاکستان سره پر دغې کرښې معامله کړې ده. احمد علي وویل که حکومت د پاکستان له لوري پر تار لګولو غبرګون و نه ښیي او مخه یې و نه نیسي، نو ولس به یې مخه نیولو ته اړ شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ننګرهار چارواکي حکومت پر ډیورنډ کرښې پر معامله کولو تورنوي. له دې وړاندې د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر هم حکومت پر معامله کولو تورن کړی و.
پاکستان پر ډیورنډ کرښې اغزن تار لګول پېل کړي او دغه راز لسګونه نوې پوځي پوستې یې جوړې کړي دي.
افغان حکومت ډیورنډ کرښه په رسمي ډول د دوه هیوادونو تر منځ د رسمي پولې په توګه نه مني.
موده وړاندې په خوست کې ځایي مشرانو د پاکستان لګول شوي تارونه غورځولي وو.
څو میاشتې وړاندې لندن کې په یوه درې اړخیزه تړون باندې د افغانستان، پاکستان او انګلستان لوړ پوړو چارواکو لاسلیک وکړ چې ډیر جزیات یې نه دي په ډاګه شوي.
ویل کیږي چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له پاکستان سره منلې چې پر کرښه پوستې او اغزن تار لګولی شي.
تر اوسه افغان حکومت دغو ادعاوو ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.