د عثماني خلافت د بنسټ ايښودو پنځه سوه کاله پوره شول

د پرون کيسه

د عثماني خلافت د بنسټ ايښودو پنځه سوه کاله پوره شول

1263

ټيک پنځه سوه کاله پخوا، په ۱۵۱۷ ز کال کې لومړي سلطان سلیم په ترکیه کې د خلافت اعلان وکړ. د مؤرخینو د لیکنو په حواله، کله چې سلطان سلیم د عثماني خلافت اعلان وکړ؛ نو د نړۍ په هېڅ ګوټ يې هم کوم مسلمان مخالفت و نه کړ او برعکس ټولو مسلمانانو سلطان سلیم د مسلمانانو د خلیفه په توګه ومانه.

د مولانا ابوالکلام ازاد په وینا، د عثماني خلافت په ټوله موده کې د حکومت کولو له پاره ډېرو مسلمانانو هڅې وکړې؛ خو د خلافت غږ هېچا پورته نه کړ.

د عثمانيانو د حکومت بنسټ په ۱۲۹۹ ز کال کې عثمان ايښی و چې وروسته دغه لویه امپراتوري همده ته منسوبه شوه.

له عثمان وروسته عثمانیانو کې ځواکمن واکمن مشران واک ته ورسېدل چې عثماني امپراتوري يې ډېره پراخه کړه. په دوی کې تر ټولو د ډېر پام وړ واکمن محمد فاتح دی چې په ۱۴۵۳ ز کال کې يې د ختيځ روم امپراتوري له منځه یوړه او قسطنطنیه يې د عثمانيانو د امپراتورۍ پلازمېنه وټاکله.

عثمانيانو په دريو لويو وچو باندې حکومت وکړ. عثماني مشران د مسلمانانو د مقدسو ځایو ساتونکي وو او نږدې پنځه پېړۍ يې د خپلې ولکې لاندې مسلمانو سيمو څخه ساتنه وکړه.

د شلمې پېړۍ په لومړيو کې عثماني مشرانو په لومړۍ نړيواله جګړه کې د جرمني ملاتړ وکړ؛ خو ماته يې وخوړه چې وروسته يې امپراتوري د فاتحو غربي ځواکونو تر منځ ووېشل شوه او زیاتره سيمې يې د انګرېزانو تر ولکې لاندې راغلې.

انګرېزانو په فلسطین کې د یهودي حکومت جوړولو له پاره لاره هواره کړه چې د دې له پاره یې په ۱۹۱۷ ز کال کې د بالفور اعلامیه خپره کړه. وروسته د نړۍ یهودانو فلسطین ته مخه کړه چې پای په ۱۹۴۸ ز کال کې په رسمي ډول د بېن ګورین په مشرۍ یهودي دولت اعلان شو.

عثماني خلافت په نړۍ کې د مسلمانانو وروستۍ خلافت و چې په ۱۹۲۴ ز کال ړنګ شو. په دغه کال د مارچ د میاشتې په ۲۴ مه د ترکيې نوي واکمن مصطفی کمال د عثماني خلافت د له منځه تګ اعلان کړ او ترکیه يې جمهوري اعلان کړه.

 



اعلان