پنټاګون: امريکايي پوځيانو تېر کال ۱۵ زره جنسي تېري کړي

راپورونه

پنټاګون: امريکايي پوځيانو تېر کال ۱۵ زره جنسي تېري کړي

1708

پنټاګون د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د امريکايي سرتېرو له جنسي تېريو پرده پورته کړې ده. په دې اړه خپاره شوي اسناد له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۶ کلونو اړوند دي.

په دې راپور کې د امريکا په پوځ، سمندري ځواکونو، د متحده ايالاتو په هوايي ځواک، نظامي اډو او د جګړې سيمو کې چېرې چې امريکايي سرتېري مېشت دي، د جنسي تاوتريخوالي په اړه خبرې شوي.

راپور د بېلګې په ډول ښيي، چې امريکايي سرتېرو تېر کال ۱۵ زره جنسي تېري کړي دي، خو په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.

وړاندې په ځلونو په دې اړه راپورونه خپاره شوي چې په کې د امریکايي پوځ له لوري په خپل منځ کې او د هغو هېوادونو پر اوسېدونکو د جنسي تېريو ادعاوې شوي، چې امريکايي پوځيان هلته مېشت دي.

پنتاګون دا راپور په داسې حال کې خپروي چې تازه يوې ژباړنې پر پخواني ولسمشر جورج بوش پلار تور پورې کړی چې هغه يې په جنسي توګه ځورولې وه. له دې ژباړنې وړاندې اوو نورو ښځو ورته ادعاوې کړې دي.

هېره دې نه وي چې د امريکا اوسنی ولسمشر هم په ګڼو دا ډول بداخلاقيو تورن دی.