کارنيګي څېړنيز مرکز: ناټو او امريکا په افغانستان کې را ايسار دي

افغانستان

کارنيګي څېړنيز مرکز: ناټو او امريکا په افغانستان کې را ايسار دي

667

د کارنيګي څېړنيز مرکز په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ماموريت په اړه يوه تازه څېړنه خپره کړې ده، چې په کې ويلي يې دي، چې ناټو او امریکا په افغانستان کې ګير راغلي دي.

د ويسا له راپور سره سم د کارنيګي د اروپايي څانګې په خپرونه کې له څېړونکو پوښتل شوي، چې ايا ناټو او امريکا په افغانستان کې ګير راغلي او که نه؟

خپرونې د کارنيګي موسسې د سولې برخې د يوه همکار فرانسز زي براون له خولې خبر ورکړی، چې ناټو په افغانستان کې را ايساره ده او د وتلو لپاره يوازې سياسي لار په مخ کې لري. په دې مانا چې جګړه نه د افغانستان کړکېچ اوارولی شي او نه هم امريکا او ناټو ته له دې هېواد د وتلو فرصت ورکوي.

د فرانسز زي براون په وينا د ناټو دوه اصلي موخې چې له ترورېزم سره مبارزه او د کډوالو د بحران حل کول وې، له يوه باثباته افغانستان سره تړاو لري.

کارنيګي څيړنيز مرکز د دې ادارې د اسيايي زون د مرکز له رييس فريسر کاميرون نه هم پوښتنې کړې دي، کاميرون ويلي، چې ناټو او امريکا له کلونو راهيسې په افغانستان کې را ايسار دي او بايد له تاريخه يې پند اخيستی وی.

کاميرون په پای کې ويلي، چې ناټو د خپل نظامي حضور او ستراتيژيک انسجام لپاره د افغانستان د خلکو له ملاتړ پرته په دې هېواد کې نښتې ده.