کنړ: واورې ښويېدو د لسو تنو ژوند اخيستی

افغانستان

کنړ: واورې ښويېدو د لسو تنو ژوند اخيستی

516

د کنړ ولايت په چپه دره ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له کبله د یوې کورنۍ لسو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد دهقان رسنيو ته ویلي چې تېره ورځ د ولايت په غره‌ييزو سيمو کې درنې واورې شوې دي، چې له امله يې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
نوموړي څرګنده کړې ده، چې د چپې درې ولسوالۍ په بهادر کلي کې پر يوه کورنۍ له پاسه راښويېدلې واوره ورغلې ده، چې له امله يې د کورنۍ لس تنه غړي ټول وژل شوي دي. امنيه قوماندان زياتوي چې په وژل شويو کې درې تنه کوچنيان هم شامل دي.
ښاغلي دهقان ويلي چې په نورو کليو او سيمو کې هم ځای ځای واورې ښويېدلې دي چې د څو تنو د ژوبلېدا سبب شوی دی.
پېښو سره د مبارزې ادارې رييس غلام علي ثبات د دې پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې دوی ځپل شويو کورنيو سره د مرستې لپاره پوره چمتو والی لري، خو دغه کلی له دوی لرې دی.
ځايي خلک وايي چې تېره ورځ له نيم متر ډېره واوره ورېدلې ده.