کابل: د عطا نور په نمانځغونډه کې چاودنه شوې

افغانستان

کابل: د عطا نور په نمانځغونډه کې چاودنه شوې

780

د کابل خېرخانې سیمه کې د ودونو په يوه هوټل کې چاودنه شوې. ویل کېږي چې مرګ-ژوبله هم لري؛ خو تر اوسه يې په اړه دقیق مالومات نه دي ورکړل شوي.

راپورونه وايي، دغه هوټل چې د بلخ د والي عطا محمد نور نمانځغونډه په کې جوړه شوې وه، یو شمېر افغان سیاستوالو هم په کې برخه اخيستې وه.

په دغه غونډه کې ظاهر قدیر، حفیظ منصور او د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو ګډون کړی و. غونډه کې د جمعیت اسلامي ګوند یو شمېر وتلي غړي هم ناست وو.

غونډه په قصر نوين نومي هوټل کې وه.

تر اوسه د چاودنې مسوليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د خبر نور جزیات به وروسته وړاندې شي.