فتوا: مسلمان په کلیسا او د یهودانو په عبادتځای کې لمونځ کولای شي: ځلاند ویب پاڼه

فتوا: مسلمان په کلیسا او د یهودانو په عبادتځای کې لمونځ کولای شي

اسلام

فتوا: مسلمان په کلیسا او د یهودانو په عبادتځای کې لمونځ کولای شي

2519

د سعودي د علماء د شورا يوه وتلي عالم په خپله فتوا کې ويلي چې مسلمان کولای شي چې د شیعه ګانو او صوفیانو د جوماتونو په ګډون د عیسویانو په کلیسا او د یهودانو په عبادتځای کې لمونځ وکړي.

عبدالله بن سلیمان المانع ويلي چې د (یوه) حدیث له مخې ټوله ځمکه د خدای تعالی ملکيت دی.

المانع زیاته کړې چې عیسویان له مسجد حرام پرته کولای شي چې د مسلمانانو نورو جوماتونو ته لاړ شي او خپل لمونځونه په کې وکړي.

د المانع دغه فتوا چې یوې کويټۍ ورځپاڼې راخيستې او العربيه نیوز خپره کړې، په کې د المانع په حواله ویل شوي چې اسلام د زغم او رحم دین دی او عدم تشدد او ترهګرۍ ته په کې ځای نه شته.

المانع مسلمانانو ته ويلي چې د خپل دین (اسلام) په نعمت باندې شکر وباسي او د فتواو د ورکولو پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي.