"راتلونکو ټاکنو کې به عبدالله او محقق د غني مرستيالان وي"

ګنګوسې

1965

له کابله خپرېدونکې مسير ورځپاڼې د باوري سرچينو په حواله ليکلي چې ولسمشر غني پلان لري، څو اوسنی اجراييه رييس عبدالله عبدالله او د عبدالله عبدالله مرستيال، محمد محقق په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د خپلو مرستيالانو په توګه وټاکي.

سرچينو ويلي چې اشرف غني له دواړو سره په دې تړاو خبرې کړي دي او راتلونکو ورځو کې به یو ځل بيا په دې تړاو خبرې وشي.

دغه پلان د اشرف غني لومړی پلان بلل شوی دی. عبدالله عبدالله وېره لري چې ښايي د تېر په څېر به بيا ولسمشرۍ ته بريالی نه شي. دغه راز هغه به د جمعيت ګوند دننه اختلافات هم اړ کړي چې له اشرف غني سره یو ځای شي.

څو ورځې وړاندې د بلخ والي او د یاد ګوند اجراييه رييس وويل چې ښايي راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديد کړي.

بل خوا، محقق هم حالات څاري او پرېکړه به وکړي.

د اشرف غني د دويم پلان په اړه ويل شوي چې که دوی نه وي؛ نو بيا به د ښار جوړونې اوسنی وزير منصور نادري او سيما ثمر د خپلو مرستيالانو په توګه وټاکي.

د ملي يووالي په نوم د روان حکومت له دریو کلونو څخه زياته موده تېره شوې چې د تېرو حکومتونو په پرتله په کې ناامني، جګړې، بې کارۍ او نورې ستونزې ډېرې دي. ګومان کېږي چې دغه څه به په راتلونکو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر د بريا چانس ته لږ څه کم کړي.

راتلونکې ټاکنې د ۱۳۹۸ هـ کال په پسرلي کې ترسره کېږي.



اعلان