خپلواکي او لباس

د پرون کيسه

خپلواکي او لباس

590

صفيه حليم

په ۲۸ اګست ۱۹۲۸ م. د خپلواکۍ د جشن دا اردو راپور په “سرحد” اونیزه پاڼه کې خپور شو.
” د لوی جرګی غړي، کلی وال او په اروپای لباس اغوستو نه پوهېږی. خو باچا امر کړې دی چې هیڅوک بغیر دریشی (پتلون او کوټ) اغوستو په جشن کې ګډون نه شی کولې. نو حکومت د جرګی د غړو لپاره پخپله اروپای لباس تیار کړی دی. د ټولوغړو سره پولیس مقرردی چی هغوی ته “اروپای تهذیب” ورزده کړي.
دا خبره د یادونې وړده چی کله شهریار(امان الله خان) یا د حکومت بل افسر راځي نو دغه غړي چی اروپای اخلاق یې زده نه وي- په ځای ددی چی خولۍ (ټوپۍ) د سر نه لیرې او په جدید طریقی ورته سلام وکړي- په هم هغه زړی طریقی په سینه لاس ږدي او “قربانت شوم” وایی. د هغه سره مقررعسکر دغه سړی په اوږه وټپوي او ټوپۍ ته یې اشاره وکړي، چی په دی کار ټول حاضر خلک ورپوری وخاندي.
د جشن دا حالات د پغمان نه د سرحد خصوصی نامه نګار درلېږي. دلته د ډاک انتظام ډیر ښه دی، د جشن لپاره له پیښوره راغلې ټولی لارۍ او موټری په پغمان کی ایساردي. د پیښور ډیرځوانان می ولیدل چی سوټ بوټ په غاړه، انګریزی ټوپې په سر، ګرځیدل. په دوی کی ستاسو ملګری او شریک کار، “فخر جوانان” سید جعفرشاه صاحب، ډاکټر محمد قاسم صاحب او شیخ نورالهی وکیل د یادولو وړ دي.
پغمان څه دی؟ د پیرس مکمله نمونه ده- دلته ښځې سړي، ټول په اروپای لباس کی دي. د هندوستان نه یو ټهیټر(تیاتر) د خپلو خوش ګلو ایکټرانو او ښایسته نندارې لرونکو پردو لپاره د خلکو خوښي او ستاینې راټولوي.
یوه سینما هم شته چی پکی جنګی فلمونه ښایی. د هندوستان نه یو سرکس هم راغلی دی، د انګریزی نڅا او د موسیقۍ انتظام ډېرښه دی. نڅا هرماښام د ۶ بجو نه شپې تر ۹ بجوکېږي. ټیکټ ۲ کابلی روپۍ. د اتوار په ورځ “پرده ناچ” وي. دا هم یوډول نڅا ده چی د حسن ښاپیرۍ په پرده کی ګډېږی. په ټول جشن کی دا نڅا یو یا دوه ځلی شوې ده چی ټیکټ یې ۱۰ کابلی روپۍ وي.”
سرحد اخبار- ۲۸ اګست ۱۹۲۸ م
د پیښور آرکایوز ورځپاڼو برخه.

د ليکوالې له بلاګ څخه



اعلان