پاکستان کې د پوځي کودتا امکان

ګنګوسې

پاکستان کې د پوځي کودتا امکان

2221

ځینو پاکستاني رسنیو د باوري سرچینو په حواله لیکلي چې راتلونکي اته څلوېښت ساعتونه ډېر مهم دي او ښایي پوځ د هېواد چارې په لاس کې واخلي.

په ټوېټر کې هم ځینو حکومتي لوړ پوړو چارواکو او وتلو ژورنالیستانو د حالاتو ترینګلتیا ته اشارې کړي دي.

د کابینې یوه وزیر، خواجه سعد رفیق پر خپل ټوېټر حساب پوځ ته په اشاره لیکلي چې څلور کاله په منظم ډول د نواز شریف او مسلم لیګ د بدنامولو هڅې وشوې. اوس قانون او جمهوریت له منځه مه وړئ.

د انصار عباسي، احمد نوراني او ګوریا په نوم وتلو ژورنالیستانو د حالاتو د ترینګلتیا په اړه ټویټونه کړي دي. عباسي لیکلي چې حالات د خرابیدو پر لور روان دي. هغه لیکلي چې د ګام اوچتولو وړاندې د پاکستان په اړه فکر وکړئ.

بل خوا، د پاکستان د پوځ مشر نن اسلام اباد کې سعودي سفیر کتلي. د دغې لیدنې جزیات نه دي ورکړل شوي.

فعالانو لیکلي چې د ملکي امنیتي ادارو له لوري ځینو ژورنالیستانو او سیاستوالو ته د خرابو حالاتو په اړه مالومات ورکړل شوي دي.

 د نواز شریف د حکومت له راتلو وروسته په پرلپسې ډول د هغه د حکومت پر ضد مظاهرې وشوې. عمران خان په دغو مظاهرو کې مخکښ و. داسې ویل کیدل چې پوځ د عمران خان تر شا ولاړ دی.

 



اعلان