په مينه کې ناکام افغان صدراعظم

د پرون کيسه

په مينه کې ناکام افغان صدراعظم

1947

 

د بچه سقاو له وژلو وروسته نادر خان د افغانستان پاچا شو. د ۱۹۲۹ ز کال په نومبر مياشت کې د نادر خان ورور هاشم خان چې په وروڼو کې مشر هم نه و؛ خو بااستعداده و، د افغانستان لومړی وزير وټاکل شو.
هاشم خان نږدې څلور کاله د خپل ورور او ديارلس کاله د خپل وراره په پاچاهۍ کې د افغانستان د لومړي وزارت په څوکۍ پاتې شو او په ډېر ځواک سره يې حکومت وکړ.
هاشم خان چې څوکۍ ته له رسېدو وړاندې، د اډامک په حواله ډېر مؤدب او سنګين شخص و، واک ته له رسېدو وروسته ترې يو توند خويه، غچ اخيستونکی او د نذیر کبير سراج په وینا غوسه کېدونکی شخص جوړ شو.
د يادو ليکوالو سربېره صديق فرهنګ هم تاییدوي چې د هاشم خان د صدارت په ټوله دوره کې په افغانستان کې بشپړ امنيت و. هغه سخت او پياوړي استخبارات رامنځته کړي وو. زیاتره وخت به يې د شپې تر ناوخته د ولايتو د امنيتي حالاتو پوښتنه کوله او لارښوونې به يې ورکولې. د هغه له لوري دغه سختو امنيتي ګامونو اخيستو او چوکاټ رامنځته کولو په وروسته کې له نورو لومړي وزيرانو او ان له محمد داود سره مرسته وکړه چې په هېواد کې امنيت تامين کړي. د سراج په وینا، افغانستان کې داسې امنيت و، که یو مسافر به په نیمه شپه له هرات ولايته کابل ته سفر پېل کړ؛ نو پرته له کوم خنډه به سبا کابل ته ورسېده.
هاشم خان د ځينو لیکوالو له لوري په دېکتاتورانه او د خپلو مخالفينو پر وړاندې په توند او سخت چلند تورن دی. ويل کېږي چې له مذهبي طبقې او ملايانو سره يې هم اړيکې چندان ښې نه وې.
د شلمې پېړۍ په لومړيو کې چې امير عبدالرحمن خان مړ شو، داسې يو پياوړی مرکزي حکومت، پوځ او استخباراتي نظام يې زوی ته پرېښود چې د امير حبيب الله پر وړاندې چا د بغاوت هڅه و نه کړه. دغه راز د امير حبيب الله له وژلو وروسته پاچا امان الله خان د خپلواکۍ په اعلان سره وکولای شول چې ټول خلک د يوه ستر او ملي ارزښت پر خوا پر ځان راټول کړي او د احتمالي ګډوډۍ مخه ونيسي.
د نادر شاه له وژلو وروسته د دفاع وزير او د پاچا د ورور، شاه محمود خان هوښيارانه ګام اخيستو وکړای شول چې د شاهي کورنۍ دننه او بهر د ګډوډۍ مخه په ډېره ښه توګه ونيسي. نولس کلن وراره يې پاچا، خپله دفاع وزير، بل ورور يې بهر کې سفير او هاشم خان لومړي وزیران شول.
هاشم خان د خپل صدرات پر مهال زياتره روڼ اندي، ليکوال او د دېموکراسۍ او ازادۍ غوښتونکي کسان زندان کې واچول. خلکو او مطبعوعاتو دومره ازادي نه لرله. مرکزي حکومت چې د بچه سقاو له اړو دوړ وروسته نږدې کاواکه شوی و، هاشم خان د نادر شاه او وروسته د ظاهر شاه د پاچاهۍ پر مهال د مرکزی حکومت د پياوړي کېدو له پاره ډېرې هلې ځلې وکړې. هغه مرکزي حکومت ډېر پياوړی کړ او د دغه مرکزي حکومت د پياوړي کولو له پاره، لکه د امير عبدالرحمن خان په څېر اړ و چې له خپلو مخالفينو سره توند او سخت چلند وکړي.
دا چې هاشم خان له صدارت وړاندې سنګين او نرم خویه شخص و؛ خو صدارت ته له رسېدو وروسته يې شخصيت تغيير وکړ، په دې اړه مو پورته يو لامل ته اشاره وکړ. بل لامل چې سراج يې د هاشم خان د غوسه ناک کېدو او په هغه کې د غچ اخيستلو د حس پياوړي کېدو ته اشاره کوي، هغه د هاشم خان ناکامه مينه ده.
سراج وايي، چې د نورالسراج په نوم د امان الله خان يوه خور هاشم خان ته کوژده شوې وه؛ خو امان الله خان يې بيا مخالفت وکړ، هاشم خان ماته وخوړه چې دا په هاشم خان کې د قهر او غچ اخيستنې د حس د منځته راتللو لامل شو.
هاشم خان اوولس کاله په ډېر ځواک او دېکتاتورانه ډول سره لومړی وزارت وکړ. اډامک کابل کې د يوه مېشت برتانوي مامور په حواله ليکلي چې هاشم خان د خپل کرکټر له مخې پر انګرېزانو ګران نه دی او هم د لوړو افغان چارواکو په زړه کې ځای نه لري. یوه جرمني استوګن بيا هغه د خپل هېواد يوه وتلي لومړي وزير، بېسمارک سره مشابه باله.
محمد داود او محمد نعيم چې د عزيز خان زامن وو او پلار يې جرمني کې د افغانستان په سفارت کې وژل شوی و، خپل سکني تره، هاشم خان د ځانګړې څارنې لاندې ونيول.
محمد داود په ډېره کمه موده او لږ عمر کې لوړو حکومتي پوسټونو ته ورسول شو. ويل کېږي چې پر محمد داود باندې د خپل تره د خویونو اغېز زيات و او د اډامک په وينا محمد داود، دویم هاشم و چې د دې پر ځای چې خلک ورسره مينه ولري، ترې وېرېدل.



اعلان