فاینانشل ټرېبیون: د سعودي شاهي کورنۍ کې «خونړی» انقلاب راتلونکی دی

ګنګوسې

فاینانشل ټرېبیون: د سعودي شاهي کورنۍ کې «خونړی» انقلاب راتلونکی دی

2150

د «فاینانشل ټرېبیون» ورځپاڼې په یوه راپور کې راغلي چې د محمد بن سلمان له وليعهد کېدو وروسته په شاهي کورنۍ کې د نوموړي پر ضد پراخ مقاومت پیل شوی، تر څو د نوموړي د پاچاهۍ مخه ونيسي.

د خليجي هېوادونو سوداګرۍ برخه کې  د شاهي کورنۍ یوې سرچېنې ورځپاڼې ته ویلي، چې «د ملک فهد، ملک عبد الله او نایف زامن چې ټول د ملک عبد العزیز لمسیان دي، د اوسني وليعهد پر ضد ائتلاف جوړوي څو د اوسني وليعهد د پاچاهۍ مخه ونيسي.

یادې سرچېنې د «آسیا ټایمز» ورځپاڼې ته څرګنده کړې ، چې ښايي « د محمد بن نایف په خپله ماڼۍ کې له بندي کولو وروسته په شاهي خاندان کې خونړي انقلاب رامنځ ته شي، ځکه د ۲۰۱۵م اپرېل میاشت کې  د امريکا استخباراتي ادارې په منځګړتوب د نوموړي نه نېولو پرېکړه تر خپو لاندې شوې او دې کار امریکا هم ډېره په غوصه کړې ده.

ورځپاڼه کې راغلي، چې که د پخواني وليعهد محمد بن نایف سره، چې په نړیواله ټولنه کې ښه شهرت لري، د اوسني حکومت چلن ارزیابي شي، د ورته ائتلافونو منځ ته راتلل داسې کومه د حیرانتیا خبره نه ده.

د یادونې وړ ده چې محمد بن نایف د وليعهدۍ له عهدې څخه تر ګوښه کېدو وروسته نوموړی په خپل کور کې نظر بند شوې ، د وتلو او سیاسي فعالیت اجازه نه ورکول کېږي او هم د نوموړي ګڼ شمېر استازي په کورنیو چارو وزارت کې له دندو ګوښه کړای شوي دي.

د سرچينې په اند په داسې حال کې چې د سعودي اقتصاد مخ په زوړ روان دی، د محمد بن سلمان لخوا د ۶۰۰ میلونه ډالرو په ارزښت یوه سیاحتي بېړۍ (یخت) پېرل او د پلار لخوا يې یواځې د اوړي رخصتیو کې ۱۰۰ مليونه ډالر مصرفول له دوی سره  د خلکو خواخوږي کموي بلکې د دوی پر ضد د نوي جوړېدونکې ائتلاف څخه ملاتړ ته يې اړ کوي.

 

 



اعلان