راتلونکې یکشنبه د نړۍ د ویجاړېدو د پېل ورځ ده

ګنګوسې

راتلونکې یکشنبه د نړۍ د ویجاړېدو د پېل ورځ ده

8317

لسګونو لویدیځو رسنیو د قیامت د ورځې د یوه څېړونکي ډیویډ میډ په حواله لیکلي چې د روانې اکتوبر میاشتې پنځلسمه نېټه به د نړۍ ویجاړتیا پېل شي.

د میډ له نظره اور غورځوونکي، توپانونه او زلزلې به نړۍ ویجاړه کړي. هغه په متحده ایالاتو، میکسیکو او افریقا کې وروستیو توپانونو ته اشاره کړې ده.

دغه راز د امریکا، شمالي کوریا، چین، روسیې او ایران تر منځ یې روانو ترینګلو اړیکو ته هم اشاره کړې ده. د میډ دغه نظر چې د دسیسې تیوري بلل شوې، ناسا او نورې ادارې یې نه مني.



اعلان