اسلام د اووه ویشت هېوادونو رسمي دين دی: ځلاند ویب پاڼه

اسلام د اووه ویشت هېوادونو رسمي دين دی

اسلام

اسلام د اووه ویشت هېوادونو رسمي دين دی

436

يوه نوې سروې وايي، چې اسلام د نړۍ د اووه ويشتو هېوادونو رسمي دين دی. د دغو هېوادونو زياتره يې په اسيا، شمالي افريقا او منځني ختيځ کې دي.

د پيو بنسټ له لوري شوې څېړنه ښيي چې د نړۍ شل سلنه هېوادونه مذهب ته لومړيتوب ورکوي او دري پنځوس سلنه يې رسمي دين نه لري. دغه راز پنځه سلنه (لس هېوادونه) د دين مخالف دي.

سروې زياتوي چې د ديارلس هېوادونو رسمي دين عيسويت دی. بودايزم په دوه هېوادونو کې او يهوديت په يوه هېواد کې رسمي دينونه دي؛ خو هندويزم د هېڅ هېواد رسمي دين نه دی.

راپور کې ويل شوي چې ځينو هېوادونو ته د دين رسمي والی له تاريخ څخه راپاتې دی.