«د اسلامي نړۍ له سېکولرانو څخه یوه پوښتنه: ولې له اسلام څخه بېزاره یاست؟»: ځلاند ویب پاڼه

«د اسلامي نړۍ له سېکولرانو څخه یوه پوښتنه: ولې له اسلام څخه بېزاره یاست؟»

اسلام

«د اسلامي نړۍ له سېکولرانو څخه یوه پوښتنه: ولې له اسلام څخه بېزاره یاست؟»

847

نړيوال شهرت لرونکي مفکر او سیاسي کارپوه عبد الله النفیسي د اسلامي نړۍ له سېکولرانو څخه پوښتي، چې ولې له اسلام څخه بېزاره دي، په داسې حال کې چې د دوی الماني سېکولر مشران له مسيحیت سره هېڅ مشکل نه لري او نه ترې بېزاره دي، بلکې د مسلمانانو په وړاندې خپلې څرګندونې د مذهبي تعصب تېروۍ تر چتر لاندې کوي.

نوموړي د المان اوسنیو ټاکنو ته په اشارې سره ویلي، چې نږدې ۶۰ ملیونو سېکولر المانیانو د انګېلا مېرکل په مشرۍ د«مسيحيانو دېموکرات ګوند» ته خپله رایه ورکړه او دغه مذهبي ګوند يې یو ځل بیا د واک په ګدۍ کښېناوه.

نفیسي زیاته کړه چې هغه غربیان، چې موږ ته د سېکولر درس راکوي او زموږ ځينې وطنوال يې په پټو سترګو پیروي کوي، یا په حقیقت کې سېکولران نه دي او یا د دوی په اړه زموږ د سېکولرزم تعریف غلط دی؛ ځکه که موږ د المان د پخواني سېکولر لومړي وزیر «هلموت کول» هغه څرګندونو ته چې ترکانو په وړاندې يې کړې وې ځير شو، دا په ډاګه وي چې نوموړی مسلمانانو ته د مسيحیت له ليدلوري خطاب کوي. نوموړي ترکانو ته ويلي وه، چې تاسې مسلمانان به هېڅکله هم را څخه د اروپايي ټولنې غړي نه شئ.

نوموړي دغه څرګندنه په دې موخه کړي، څو د اسلامي نړۍ سېکولرانو ته په ډاګه کړي، چې د دوی استادان سېکولران نه، بلکې مذهبيان دي او هغه څرګندونې چې د اسلام او نورو ادیانو په ضد یې کوي هغه د مذهبي تعصب له امله يې کوي.