افغانستان د ملا برادر په بدل کې پاکستان ته خراساني ورکوي

ګنګوسې

افغانستان د ملا برادر په بدل کې پاکستان ته خراساني ورکوي

2042

افغان چارواکو پاکستاني چارواکو ته وړانديز کړی، چې د خالد خراساني په بدل کې ملا برادر ورسره تبادله کړي.

د «ډېلي ټایمز» پاکستانۍ ورځپاڼې راپور وکړی، چې افغان چارواکو له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د پاکستاني طالبانو ویاند خالد خراساني په بدل کې د طالبانو مخکښ مشر ملا برادر ورسره تبادله کړي.

افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د سولې شورا وايي چې مخکې د ملابرادر د خوشې کېدو هڅې شوي، خو د اوسنۍ تبادلې په اړه مالومات نه لري.

د سولې عالي شورا یوه غړي حاجي دين محمد ویلي، چې د سولې شورا په زندان کې د ملا برادر ساتنه محکومه کړې او پخوا يې له پاکستان غوښتي وه چې نوموړی ازاد کړي او اوس هم ترې همدا غوښتنه لري.

د یادونې وړ ده چې کله صلاح الدین رباني د سولې عالي شورا مشر و، نوموړي په پاکستان کې د ملابرادر سره لېدلي وه، خو هغه مهال د ملا برادر رواني وضعیت ښه نه و او د پاکستان له لورې سخت شکنجه شوی و.

د  ولسي جرګې غړي وايي، چې د ملا برادر خوشې کېدل به د سولې له درېدلي بهیر سره مرسته وکړي.

ملابرادر د ۲۰۱۰ز کال فرورۍ کې  د پاکستان کراچۍ ښار اړوند سيمه کې د پاکستاني او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نېول شوی و او خالد خراساني چې د پاکستان تحریک طالبان ویاند و، په ۲۰۱۴ز کې د پاکستان پېښور ښار کې پر پوځي سکول له برید یوه ورځ  وروسته  د افغان او ناټو ځواکونو له لورې د ننګرهار ولایت شينوارو ولسوالۍ کې ونېول شو.

 د یادونې وړ ده چې پاکستان او افغانستان د بندیانو د تبادلې په کوم تړون نه لري. د کرزي د واکمنۍ پر مهال پاکستان او افغانستان د بندیانو د تبادلې هڅې کړې وې چې کومه نتيجه يې نه وه ورکړې. خو په ۲۰۱۴ز کې امريکايي ځواکونو د حکیم الله محسود مرستیال لطیف الله محسود له افغان امنیتي ځواکونو څخه په زور واخېست او پاکستان ته يې وسپاره.



اعلان