پارلمان کې د ختيځ استازي: داعش د هليکوپترو له لارې اکمالېږي

افغانستان

پارلمان کې د ختيځ استازي: داعش د هليکوپترو له لارې اکمالېږي

241

ولسي جرګه کې د افغانستان د ختيځو ولايتونو استازي وايي، چې داعش جګړه‌مار د هليکوپترو له لارې اکمالېږي او څومره اکمال چې د هغوی کېږي، د ملي اردو د ځواکونو هم نه کېږي.

هغوی ويلي دي، چې دا هليکوپترې نامعلومې دي او د داعش تر ولکې لاندې سيمو کې ناستې کوي او وسلې او مهمات غورځوي. وړاندې پر امريکا تور پورې شوی دی، چې داعش جګړه‌مار اکمالوي.

ولسي جرګه کې د کنړ د خلکو استازي سخي مشواڼي ويلي: «د کنړ په سرحدي سيمو کې د داعش مرکزونه د هوا له لارې اکمالېږي، څو ولايت کې د دې ډلې فعاليتونه زيات شي».

نوموړی وايي، چې داعش په دې ولايت کې فعال حضور لري او د جلب او جذب چارې يې جاري دي. مشواڼي له حکومته غوښتي چې د دې کار مخه ونيسي.

د ننګرهار ولايت استازي حضرت علي هم ويلي، چې داعش جګړه مار له پاکستان سره پر پوله ولايتونو کې داسې اکمالېږي، چې ملي اردو هم نه اکمالېږي.

د افغان څېړنيز او مشورتي مرکز رييس غلام جېلاني ځواک وايي، چې وړاندې هم دولتي چارواکو له دې چارې پرده پورته کړې ده او اوس په دې اړه نورې څرګندونې کېږي. هغه زياتوي چې داعش د امريکا پروژه ده او امريکا ترې د يوې وسيلې په توګه استفاده کوي.

د هغه په وينا ترورېزم سره د مبارزې په اړه د امريکا ادعا ورو ورو خيالي ثابتېږي، ځکه افغانستان کې ټولې الوتنې د امريکا په اجازه ترسره کېږي.