جرمني کې دوه افغان کډوالو پر يوې انجلۍ جنسي تېری کړی

افغانستان

جرمني کې دوه افغان کډوالو پر يوې انجلۍ جنسي تېری کړی

277

جرمني رسنۍ وايي، د جرمني بوريا سيمه کې دوه افغان کډوالو پر يوې شپاړس کلنې جرمنۍ انجلۍ جنسي تېری کړی دی. د جرمني ميرکر رسنۍ د پوليسو په حواله ليکلي چې دغه افغانان يو يې اوولس کلن او بل يې اووه ويشت کلن دي.

پوليس چې د پېښې له سيمې ۱۵۰ متره لرې ولاړ و، د عيني شاهدانو په تيليفون کولو يې ځانونه سيمې ته رسولي و. دغو عيني شاهدانو د انجلۍ چغې اورېدلې وې.

دواړه افغان کډوال د پوليسو له لوري نيول شوي او اوس له پوليسو سره بنديان دي. د بوريا ښاروال ويلي چې درې واړو کډوالو شراب څښلي وو؛ خو پوليسو په دې تړاو مالومات نه دي ورکړي.

يوه بل اتلس کلن افغان هم د جنسي تېري هڅه کړې ده. 

وروستيو کې له جرمني د افغان کډوالو له لوري پر انجونو د جنسي تېريو زيات راپورونه ورکول کېږي. جرمني حکومت چې وړاندې يې د افغان کډوالو بېرته استول ودرولي وو، اوس يې بېرته پېل کړي دي.