ایران افغان کارګرو ته کاري ویزه ورکوي

افغانستان

ایران افغان کارګرو ته کاري ویزه ورکوي

326

ایران افغان کارګرو ته کاري ویزه ورکوي

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي تیره ورځ د افغان حکومت نه د ایران او افغانستان د پولو د نه ساتلو شکایت وکړ.

عبدالرضا رحماني فضلي وویل:« افغان حکومت د خپلو پولو په ساتلو کې بې غوري کوي، تېره کال له ایران څخه ۷۳۰ افغان غیر رسمي مهاجرين خپل وطن ته ستانه شول چې د هغوي ډیری اوس بیرته ایران ته ستانه شوي.»

د هغه په وینا ایران د خپلو ټولو پولو ساتنه کړې او نه پریږدي چې غیر رسمي ډول څوک د ایران خاورې ته دننه شي خو د افغانستان او ایران په پرته پوله کې د سراوان په نامه سیمه چې د پیچلتیا له وجې نه کیږي چې ساتنه یې وشي نو له دغه سیمې انساني قاچا کیږي.

د فضلي په وینا د ایران حکومت تر اوسه دوه وارې له ولسمشر غني سره په دې اړه خبرې کړي چې تر اوسه یې د افغان لورې کوم مثبت عمل نه څرګندیږي.

فضلي زیاته کړه چې په دغه هیواد کې تر ټولو زیات افغان مهاجرين اوسیږي چې شمیر یې یو نیم میلیون ته رسیږي او همداراز پاکستاني او عراقي کډوان هم په رسمي ډول ایران کې ژوند کوي.

فضلي زیاته کړه چې موږ اوس په دې لټه کې یو چې له دې وروسته هغو افغانانو ته د کار ویزه ورکړو کوم چې په  قاچاق لار دغه هیواد ته دننه کیږي خو د ویزې وخت به درې میاشتې وي د کار او اوسیدو ځای به یې معلوم وي.

فضلي هغه راپورونه نا سم وبلل چې ګواکې ایراني حکومت افغان کډوال سوریې ته د جګړې لپاره لیږي هغه وویل موږ ددغو تورونو لپاره افغان مهاجرینو ته کاري رسمي ویزې ورکوي.