د افغانستان د زعفرانو له توليد څخه د ايران اندېښنه

راپورونه

د افغانستان د زعفرانو له توليد څخه د ايران اندېښنه

376

اېران په افغانستان کې د زعفران له کښت او توليد څخه اندېښنه ښودلې ده.
د خامه پرېس د راپور پر بنسټ، فرهاد سحرخېز چې د ايراني زعفرانو د صندوق د مديرانو د بورډ مشر دی، ويلي چې پخوا افغانستان ته ايراني زعفران په قاچاقي ډول صادر شوي وو؛ خو اوس دغه هېواد د ايران صادراتو ته اړتيا نه لري.
د سحر خېز په وينا افغانستان ته د ايراني زعفرانو د نه صادرولو لامل، په دغه هېواد کې د زعفرانو کښت او زيات توليد دی.
دغه زيات توليد ايران سخت اندېښمن کړی دی. اوس افغان زعفران د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي. د افغانستان زعفرانو تېر کال په پرلپسې ډول درېيم مقام خپل کړی و.
د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي وايي چې تېر کال په افغانستان کې درې نيم ټنه زعفران توليد شوي وو او دوی هڅه کوي، په راتلونکو پنځو کلونو کې د توليد دغه کچه څلورو ټنو ته لوړه کړي.