ډيورنډ کرښه؛ نولسمه پېړۍ کې د برتانيې ستر جرم

کتابونه

ډيورنډ کرښه؛ نولسمه پېړۍ کې د برتانيې ستر جرم

1799

وروستيو کې په ملګرو ملتونو، رومانيا او ايټاليا کې د هند پخواني سفير او ليکوال او تبصره کوونکي راجيو ډوګره د Durand Line: A line across the Pathan Heart په نوم خپل کتاب خپور کړی. کيټي وايټ هيډ چې دغه کتاب يې لوستی، له ليکوال سره يې پر کتاب غږېدلی دی.

ليکوال ډوګره د ډيورنډ کرښه په نولسمه پېړۍ کې د برتانيې ستر جرم بللی دی. هغه کرښه چې افغانستان يې ووېشه. ډوګره وايي، افغانستان يو ځل بيا د نړۍ پر څلور لاري دی او دا دردوونکې ده چې دغه زړور خلک دغه دردونه زغمي. هغه وايي، پاکستان د افغانستان له روان حالت څخه د ګټې اخيستلو کوښښ کوي او غواړي چې ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ په يوې نړيوالې پولې بدله کړي.

ليکوال وايي، ما (په خپل کتاب کې) کافي شواهد راټول کړي چې ډيورنډ کرښه موًقته وه او اوس دې ته اړتيا ده چې نړۍ دغه تاريخي غلطي اصلاح کړي. د نړيوالې ټولنې له پاره به ټر ټول ښه حل دا وي چې دا ومني چې پښتانه دغه کرښه نه مني او دوی وېشل شوې کورنۍ بېرته يو ځای کېدل غواړي.

ډوګره وايي، هېڅوک نه پوهېږي چې مارټېمر ډيورنډ څه ډول امير عبدالرحمن خان د توافق ليک لاسليکولو ته چمتو کړ. په هغه ژبه چې امير پرې نه خبرې کولای شوې او نه پرې پوهېده. هغه زياتوي: «ما په خپل کتاب کې ثابته کړې چې د دې موخه پوله نه وه، افغانانو هېڅکله نه ده منلې او هر افغان حکومت دغه کرښه رد کړې ده».

هغه وايی، د سند سيند (اباسين) د افغانستان او هند تر منځ طبعي او جغرافيايي پوله ده؛ ځکه چې له دې اخوا د خلکو ژبه، ټولنيز دودونه، کلتور او ان ډي اين ای يو شان دي. ليکوال د ۱۹۲۵ ز کال د برتانوي پوځ د يو راپور پر بنسټ ليکي، چې راپور کې ويل شوي، دغه کرښه د امير د نفوذ ساحې دي.



اعلان