د بلخ پوهنې رييس د ښوونځيو مديرانو ته: که غونډه کې مو ګډون و نه کړ، له دندو لرې کیږئ

راپورونه

د بلخ پوهنې رييس د ښوونځيو مديرانو ته: که غونډه کې مو ګډون و نه کړ، له دندو لرې کیږئ

641

پرون شمالي ولايت بلخ کې د شمال ټلوالې د پخواني مشر، احمد شاه مسعود او د شهيد اوونۍ د نمانځلو غونډه جوړه شوې وه. غونډه کې د ګډون له پاره له کابله اجراييه ريیس عبدالله عبدالله هم ورغلی و.
عبدالله عبدالله له عطا محمد نور سره له څو مياشتيني ځنډ او له ولسمشر غني سره د بلخ د والي له اختلافاتو وروسته وکتل.
ويل کېږي چې د غونډې په ورځ بلخ ولايت کې زياتره دولتي ادارې بندې او لارې تړل شوې وې. غونډه کې د سياسي څېرو، د ګوندي ملاتړو سربېره د ښوونځيو زده کوونکو هم ګډون کړی و. بل خوا، هشت صبح ورځپاڼې ليکلي چې ځينو خبريالانو ويلي چې غونډې ته د ښوونځيو زده کوونکي ور غوښتل شوي وو او د بلخ د پوهنې مدير د ښوونځيو ځينو مديرانو ته ګواښ کړی و، که په غونډه کې ګډون و نه کړي؛ نو له دندې به ګوښه کړای شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ښوونځيو زده کوونکي اړ کېږي، تر څو سياسي غونډو کې ګډون وکړي. له دې وړاندې کابل کې د ګلبدين حکمتيار له پاره د جوړې شوې غونډې په اړه هم داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د ښوونځيو زده کوونکي اړ شوي وو، څو د حکمتيار له پاره په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړي.
هغه مهال او اوس هم دغو کړنو په ټولنيزو شبکو غبرګونونه راپارولي دي. فعالانو دغې کړنې په سختو ټکو غندلي او دا يې د ښوونځيو له زده کوونکو سره زياتی بللی دی.