په اسلام کې د انسان د درناوي ژوندۍبېلګې او مثالونه

اسلام

په اسلام کې د انسان د درناوي  ژوندۍبېلګې او مثالونه

632

مخکې له دې چې د یادې موضوع په اړه یو څه لنډ مطالب له تاسې قدرمنو لوستونکو سره شریک کړو، په لومړي سر کې څو مهمو پوښتنو ته ستاسې پام رااړوو: د انسان تعریف څه شی دی او انساني کرامت څه معنی او مفهوم لري؟

آیا د انساني ژوند داسې مرحله به پاتی وي چې په هغې کې دې د انسان د درناوي لپاره اسلام حقوق نه وي ټاکلي ؟

خو په سر کې دا مقاله به د انسان له تعریف څخه راپیل کړو:

د انسان تعریف: که څه هم د انسان په اړه ګڼ شمېر تعریفونه یاد شویدي، خو په دې اړه په یو علمي تعریف کې داسی  راغلي دي چې: انسان هغه ژوندی(ساکښ) ټولنیز او ناطق موجود دی چې د عقل څښتن دی او پخپلې ارادې سره د حرکت کولو توان لري.

که پورتني تعریف ته ځیر شو؛ نو جوته به شي چې په ژوند کولو سره انسان د جماداتو له ډلی څخه بیلیږی او کله چې وایو ناطق موجود دی؛ نو په دې توګه سره د شیطانانو او جنیاتو له ډلې څخه جلا کیږي،  ځکه چې هغوی په سترګو سره نه لیدلی کیږياو د عقل په درلودلو او پخپلې ارادې سره د حرکت کولو په صفت سره د حیواناتو او نباتاتو له جملی څخه نشي شمېرل کیدلی.په انسان باندی د لوی څښتن تعالی د سترو پېرزوینو څخه یوه هم د عقل پېروزینه ده او دا ځکه چې انسان د عقل په قوت سره خپلو ډېرو ژوندنیزو ستونزو، پېچېده او کړکېچنو مسئلو ته چې هغه ورسره په ژوند کې مخامخ کیږي د حل غوره لارې لټولی شي.

د اسلام په سپېڅلي او انسانسازه دین کې په عامه توګه سره هر انسان د الله تعالی یو قدرمن مخلوق ګڼل کیږي او انسان ته د ځمکې پر مخ د خورا ارزښتمن او قدرمن مخلوق په سترګه کتل کیږي او داځکه چې انسان د ځمکې پر مخ هغه یواځینې مخلوق دی چې لوی څښتن تعالی په خپل لاس سره پیداکړیدی او هغه ته ېې روح (ساه) ورکړی او په دنیا کې ېې په آزاد ډول د ژوند کولو  د حق پېرزوینه کړیده او په همدې توګه  سره هر انسان  د خپلو اعمالو، ویناو او معتقداتو (باورونو او عقیدې)په اړه مسؤل او مکلف ګرځول شویدی.

په اسلام کې د انساني حقوقو څو لنډ مثالونه:

په لاندې څو کرښو کې به یو څو مهمو نقطو ته اشاره وکړو چې دا ټول په اسلام کې د انسان د ارزښت ښودنه کوي او دا څرګندوي چې اسلام په اصل کې د سولې، انسانیت هغه لومړنۍ زانګو ده چې دانساني حقوقو د مصئونیت او ساتنې لپاره خپل  پیروان رابولي، لکه:

1: په ښکلي شکل او زړه راښکونکې څېرې سره د انسان پیدا کېدل.

: 2په هر عصر کې د انسانانو د هدایت لپاره د آسماني کتابونو او ورسره د پیغمبرانو لیږل.

:3انسان ته فکري آزادي او خپلواکي ورکول او له ظلم او غلامۍ سره کرکه او تنفر ښودل.

:4د انسانانو تر منځ نژادې، زباني، قومي او سمتي توپېرونو ته ارزښت نه ورکول.

لکه: عربي پر عجمي، ترکي په افغاني، افغاني پر روسي هیڅ برتري او تفوّق نلري، رنګونه او نژادونه پکې هیڅ ارزښت نلري، بلکه ټول بشر سره یو شان بولي او ټول مسلمانان سره وروڼه بولي،  ځکه اسلام د ټولو انسانانو لپاره رالیږل شوی یو نړیوال دستور دی چې اصلي معیار پکې تقوی په نښه شوی.

5: د شریعت پر وړاندی دټولو انسانانو تر منځمساوات او یو شان والی:

په اسلام کې د انسانانو تر منځ او توپیر نشته او نه هم پکې غریب او شتمن، ضعیف او قوي، تور او سپین، عربي او غیر عربي سره کوم تفاوت لري، داسې نده چې د غلا کولو په صورت کې یواځې د غریب لاس پری شي او شتمن دې وبښل شي، بلکه حتی نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) په خپله ارشاد فرمايي: چې که چیری فاطمه د محمد(صلی الله علیه وسلم) لور هم غلا وکړي؛ نو حتما به ېې زه لاس پری کوم(رواه البخاري ومسلم وأبو داود والترمذي والنسائي).

: 6د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په مجلس کې به هر مسلمان ته د ګډون، خبرو اترو او د غنیمت په مال کې حق ورکول کیده.

: 7د جنګ پر مهال د جګړه کوونکو پرته د مېرمنو، ماشومانو، سپین ږیرو مشرانو او د ټولنې د بې وزلانو نه وژل، بلکه د هغوي ژوند خوندي کول.

: 8 د نړۍ ټول مخلوقات (حیوانات، نباتات...) د انسان د استفادې لپاره پیدا کول او په قرآن کې17ځلې د تسخیر کلیمه کارول چې دا پخپله مونږ ته دانسان اړیکه له خپل چاپېریال او له همدې مخلوقاتو سره ښيی.

9: د نارینه او ښځینه انسان د وس او توان سره سم پر دوي باندی د یو لړ عباداتو او مسؤلیتونو فرض ګرځول او دواړه په اجر کې سره ورته او مساوي ګڼل:

همداراز که خپلو دیني لارښودنو ته لږ فکر وکړو؛ نو جوته به شي چې:  په اسلام کې یو انسان ته په خورا توقیر او درنه سترګه سره کتل شويدي، د بېلګې په ډول: ماشوم د جنین په مرحله کې (لا پیدا شوی نه وي) چې اسلام ورته  د ژوند کولو حق وربښي. بیا ېې له زېږېدلو وروسته د ژوند یوه بله مرحله پیل شي او که هلک یا انجلۍ وي د اطفالو د حقوقو تر نامه لاندی ورته د غوره نوم ټاکلو، تعلیم او زده کړی، خوراک او پوښاک، سالمې تربېې او روزنې او داسې نورو حقوقو یوه جلا مرحله پیلیږي او چې کله ځوان شي؛ نو بیا د ګډ ژوند د حقوقو تر نامه لاندی ېې ورته د غوره مېرمنې دټاکلو لړۍ پیلیږي او چې کله د حقوقو دا لړۍ هم پای ته ورسیږي او له واده کولو وروسته همدا انسان پلار یا مور شي، بیا د والدینو تر عنوان لاندی ېې د حقوقو یوه بیله سلسله پیل شي. بیا په پای کې چې کله انسان سپین سری او سپين ږيری شي، د مشرانو تر نامه لاندی د حقوقو یوه بله جلا لړۍ پیلیږي، تر دې پوری چې د مرګ وروسته هم یو لړ حقوق لرياو بیا هم د خپلو انساني حقوقو څخه نه بې برخې کیږي، لکه: قبرورته کیندل کیږي، د جنازې لمونځ پرې آداء کیږي، و دعاء رته کیږي او وخت ناوخته ېې د هغه د قبر زیارت کیږي او داسې نور...

 نو اوس تاسې ووايئ: آیا د انساني ژوند به داسې کومه مرحله پاتی وي چې په هغې کې دې د انسان د درناوي لپاره اسلام حقوق نه وي ټاکلي او  له انساني حقوقو څخه دې برخمن نه وي؟ ؛ نو لدې څخه دا راڅرګندیږي چې د انسان هم په ژوند  او یا په مړینې سوزول په رښتیا سره چې دانساني نوامیسو سره لوبی او د یو قدرمن مخلوق سپکاوی دی. انسان بېهوده ندی پیدا شوی تر څو د لرګو په څېر په اور کې وسوزل شي، یا په موچي تار حلال او د یو څاروي په څېر ذبح کړای شي، دا ځکه چې انسان هغه مخلوق دی چې پر نورو مخلوقاتو باندی د فضیلت پر اساس همدې انسان ته آسماني مخلوق (ملائیکو) سجده هم کړیده او همداراز لوی څښتن تعالی خپل د همدې نازولي مخلوق لپاره ټول هغه څه چې په دې ځمکې کې دی، که هغه حیوانات او یانباتات دي او همداراز ټول هغه څه چې په اوو(7) آسمانونو کې د انسان لپاره مُسخر او تابع ګرځولي دي. په قرآن کریم کې لوی څښتن تعالی دانسان د ارزښت په اړه مونږ ته داسې لارښودنه کوي او ارشاد فرمايي:[وَلَقَدْكَرَّمْنَابَنِيآدَمَوَحَمَلْنَاهُمْفِيالْبَرِّوَالْبَحْرِوَرَزَقْنَاهُممِّنَالطَّيِّبَاتِوَفَضَّلْنَاهُمْعَلَىكَثِيرٍمِّمَّنْخَلَقْنَاتَفْضِيلًا]سورة الإسراء(بني اسرائیل)70 آیت.

ترجمه: او خامخا مونږ د آدم(علیه السلام) اولادې ته ډېر کرامت(شرافتاو عزت) ورپه برخه کړیدی او په وچه او لمده(بحر)کې مو دوي سواره کړیدي او(بل عزتدادی چې) دوي ته مو له پاکیزه او سپېڅلو شیانو څخه خواړه برابر کړيدي او پرډېرو(نورو) مخلوقاتو مو دوي ته تفوُّق(برتري او غوره والی) ورپه برخه کړیدی. په لنډه توګه سره ویلای شو چې: د ځمکې پر مخ یواځینې مخلوق انسان دی چې نظافت او پاکوالی پیژني، خپل لباس او سپېڅلي خواړه، د هوايي او بحري سفر او د خوب او هوساينې وسائل پیژني. د انسان پر نورو مخلوقاتو باندی د فضیلت بل غوره مثال دادی چې انسان د عقل څخه برخمن ګرځول شویدی تر څو ښه پرې له بدو څخه تفکیک(جلا)کړي او انسان فکري قوت لر ي چې تل د همدې فکري قوت پر مټ په خپل ژوند کې د تحسین او غوره والي په هڅه کې وي، پداسې حال کې چې حیوانات بیا له دې پورته خصوصیاتو  او ځانګړنو څخه بې برخي دي.(1)اوس به راشو خپلې ددې موضوع دویمې برخې ته چې د مړي د سوزولو  په اړه ده..(1)

په هر صورت! که چېری مونږ اسلامي شریعت ته راوګرځو؛ نو څرګندیږي چې یو چا ته د ګناه په مقابل کې هغه ته په اور باندی سزا ورکول هیڅ کله هم په اسلامي سپېڅلي شریعت کې جواز نلري. تاسې په دې اړه یوه شېبه له ما سره فکر وکړئ،  په هغه دین کې چې د نورو غیبت کول او پردیو مېرمنو ته د شهوت په خاطر یواځې تش کتل ناروا ګڼل شوی وي؛ نو بیا د انسان وژل،سوزول او ځورول به پکې څه ډول روا ګڼل شوی وي؟؟؟؟؟  هغه دین چې د مشرانو پر وړاندی یواځې (أف) ویل ناروا ګڼي، دا به څه ډول روا وګڼي تر څو ووهل شي؟  هغه دین چې په خطايۍ سره(نه په قصدي توګه) سره د یو بې ګناه انسان د وژلو دیت سل (100) اوښان ټاکلی دی چې دا لوړ قیمت(price)د نړۍ په بازار کې د ډېرو شتمنو خلکو پرته هر څوک آداء کولی هم نشي، دا ټول د څه لپاره؟هغه دین دی چې د یو انسان د مال د غلا کولو په صورت کې د غل او مال تښتوونکي انسان په حق کې امر کوی تر څو ېې لاس پری شي؛ نو څه فکر کوئ چې پخپله د همدې انسان د وژلو لپاره به همدومره درنده سزا او جزا د قاتل لپاره نه ټاکي؟

د مړي زورول د ژوندي انسان زورول دي:(2):

د اسلام سپېڅلي دین کي نه یواځې ژوندیو انسانانو ته اذیت او ضرر رسول غندل شویدی، بلکه د مړیو د کرامت په خاطر ېې هغوي ته زیان رسول هم غندلی دی، حتی که چیری د امام ابوحنیفه(رحمه الله) مذهب ته راوګرځو؛ نو وبه مومو چې دامام ابوحنیفه(رحمه الله) په مذهب کې یواځې مسلمان ته نه، بلکه حتی د یهودو مړوته هم زیان رسول ناروا  بلل شویدي او وايي چې: (لا تُکسّرْ عظام الیهود إِذا وجدتَ في قبورهم ــ لأن الذمي لمّا حُرِمَ إِیذاءهُ في حیاتِهِ لِذِمّتِهِ ــ یجِبُ صیانتَهُ عنِ الکسرِ بعدَ موتِهِ).ترجمه: تاسې د یهودو هډوکي که چیری مو په قبرونو کې هغوی ومندل مه ماتوئ، ځکه چې ذمي انسان ته د هغه په ژوند زیان او ضرر رسول منع کړای شويدي؛ نو د هغه له مړينې وروسته ورته هم ضرر رسول هم  منع دي.

أم المؤمنین حضرتِ عائشې(رضي الله عنها) څخه روایت دي چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: ((إِنّ کَسْر عَظْمُ المَیّتِ مِثْل کَسْر عَظْمِهِ حَیّاً)). ترجمه: د مړي د هډوکي ماتول داسی دي لکه د ژوندي انسان د هډوکو ماتول. امام شوکاني (رحمه الله)د  همدې حدیث په اړه لیکي چې: دلته په دې حدیث کې د مړي د هډوکو د ماتولو ګناه  د ژوندي انسان د هډوکو  د ماتولو له ګناه سره تشبیه شويده او لکه څرنګه چې د ژوندي انسان تألیم(ورته درد رسول) حرام دي، په همدې ډول مړي ته درد رسول هم حرام دي.  طیبي(رحمه الله) په دې اړه زیاتوي او وايي چې: په دې حدیث شریف کې همدې خبری ته اشاره ده، لکه څرنګه چې د ژوندي انسان اهانت او سپکاوی نه دي کول پکار، په همدې ډول به د مړي سپکاوی  هم نه کیږي.ابن الملك  په همدې نظر دی چې مړي هم درد ویني لکه چې وايي: ((إِنّ المَیِّتَ یَتَأَلّمُ)). ترجمه: واقعیت دادی چې مړی هم درد ویني.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(1): أهمیة القرآن في حیاة المسلم /د دوکتور وصفي عاشور أبو زید لیکنه /4 مخ

(2):  مجلة البحوث الفقهیة المعاصرة/14 ګڼه/ 1992 میلادي کال/ د سپتمبر میاشت / 206 مخ

 



اعلان