اېپل کمپنۍ د ايفون اووه او شپږ په بيو کې خورا کموالی اعلان کړ

پام وړ

اېپل کمپنۍ د ايفون اووه او شپږ په بيو کې خورا کموالی اعلان کړ

987

پرون د موبايلونو مشهورې کمپنۍ کمپنۍ خپل نوی ايفون اته ماډل بازار ته وړاندې کړ. دغه موبايل چې له وړاندې ورته د خلکو تلوسه وه، نوی او د اېپل کمپنۍ له ټولو موبايلونو څخه ځانګړی موبایل دی. دغه موبايل نږدې زر ډالره قيمت لري.

بل خوا، دغې کمپنۍ اعلان کړی چې د ايفون اووه، اووه پلس، ايفون شپږ او ايفون شپږ پلس په قيمتونو کې به سل ډالره کموالی راولي.  دغه راز د ايفون ايس ای په قيمت کې يې پنځوس ډالره کموالی اعلان کړی دی. تاسو په افغانستان کې هم کولای شئ چې د اېپل له لوري د دغه نوي اعلان څخه مستفيد شئ او ياد شوي موبايلونه سل او پنځوس ډالره ارزانه راونيسئ.