د بلخ اوسېدونکي: پوځي عملياتو کې مو کورونه لوټل کېږي

افغانستان

د بلخ اوسېدونکي: پوځي عملياتو کې مو کورونه لوټل کېږي

479

د بلخ اوسېدونکو او مدني فعالانو شکايت کړی، چې د دولتي ځواکونو له لوري په دې ولايت کې د کېدونکو عملياتو په ترڅ کې د دوی کورونه لوټل کېږي او چور کېږي.

دوی وايي، چې سيمه ييز پوليس او غير مسوول وسله وال هم له امنيتي ځواکونو سره په عملياتو کې ګډون کوي او تل د وسله والو مخالفينو پر ضد د عملياتو پر مهال د عامو خلکو کورونه لوټل کېږي.

د دې ولايت مدني فعالان وايي، چې د دغو عملياتو پر مهال نه يوازې د بې ګناه خلکو کورونه چور کېږي، بلکې د سيمه‌ييزو پوليسو تر نامه لاندې وسله وال بې ګناه خلک هم وژني او چور او چپاول ترسره کوي.

د بلخ د «خط نو» په نامه بنسټ مشر قادر مصباح ازادۍ راډيو ته ويلي: «د ولسي پاڅونوالو تر نامه لاندې وسله وال غلاوې کوي، لارې شکوي او په شخصي شخړو کې د يوه او بل پر ګټه کارول کېږي».

د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې نږدې درې اوونۍ وړاندې د والي عطا محمد نور تر مشرۍ لاندې سلګونو ځايي ملېشو او دولتي ځواکونو عمليات ترسره کړل. د دې ولسوالۍ خلک وايي چې دې عملياتو کې ګډون کوونکو وسله والو يې کورونه لوټلي، غلاوې يې کړي او ګډوډۍ ته يې زمينه برابره کړې ده.

يو اوسېدونکی وايي: «عملياتو کې ټول کوڅه ډب خلک راټول وو، د هيچا پروا نه کوي، ټول غله دي. له ما او زما له ګاونډيانو يې لمريزې ښيښې، بېټرۍ ګانې او ان د مېرمنو جامې وړي».

دا په داسې حال کې ده، چې بلخ کې د عملياتو د مشرۍ کوونکې قول اردو ۲۰۹ شاهين چارواکو عملياتو کې د غير مسوولو وسله والو ګډون رد کړی، خو په وينا يې ولسي پاڅونوال ورسره برخه اخلي.

د والي وياند د عملياتو پر مهال د سيمه‌ييزو پوليسو ګډون اړين او ګټور بولي، خو په وينا يې نه بايد د خلکو کورونه چور کړي او غلاوې وکړي.

هېره دې نه وي، چې سيمه‌ييز پوليس د هېواد په ګڼو ولايتونو کې په ورته کړنو تورن دي او په ځينو سيمو کې په رڼا ورځ له خلکو پيسې او مالونه اخلي، وهل ټکول کوي او ان د چا په وژلو ايسار نه دي.