ولې پر ويجاړوونکو توپانونو ښځينه نومونه ايښودل کېږي؟

پام وړ

ولې پر ويجاړوونکو توپانونو ښځينه نومونه ايښودل کېږي؟

520

له کارابيين څخه پېل شوي د ايرما ستر توپان د امريکا فلوريډا او ټيکساس ايالتونه تر څه بريده وځپل او ميلياردونه ډالره زيان يې ورسوه. د ايرما نوم ښځينه نوم دی. اوس دغه پوښتنه يو ځل بيا راپورته شوې چې ولې شديدو او ويجاړوونکو توپانونو ته ښځينه نومونه ورکول کېږي؛ خو هغه توپانونه چې زيان يې لږ وي، د نارينه و نومونه پرې ايښودل کېږي.

د ميتيو، ګساف، اينډريو، ايون او نورو توپانونه چې زيان يې لږ و، د نارينه و نومونه پرې ايښودل شوي؛ خو کترينا، ولما، سنډی او اوس د ايرما نومونه چې زيان يې ډېر دی، نومونه يې ښځينه دي. که چېرې په يوه توپان کې د هوا چټکوالی له ۲۱۰ کيلومتره في ساعت څخه زيات شي؛ نو ښځينه نوم پرې ايښودل کېږي.

هغه توپانونه چې نومونه يې ښځينه و، زيان يې د هغو په پرتله درې برابره زيات و چې نومونه يې نارينه و. دغه نومونه د اقليم نړيوالې ادارې (ډبليو ايم او) ايښي چې هغوی يې د نوم ايښودو لامل نه دی څرګند کړی. دغې ادارې پر خپلې وېبپاڼه ويلي چې د دوی موخه خلکو ته خبر ورکول دي او بس. بل خوا، د ښځو د حقونو ځينو نړيوالو ادارو پر دې چلند نيوکه کړې چې ولې شديدو او ويجاړوونکو توپانونو ته ښځينه نومونه ورکول کېږي.

دوی په خپله وايي چې ډېرو ويجاړوونکو توپانونو ته ځکه د ښځو نومونه ورکول کېږي، څو داسې وښودل شي چې ويجاړی او چټکوالی د ښځو د مزاج برخه ده. ځينې بيا وايي چې دغو توپانونو ته ځکه ښځينه نومونه ورکول کېږي، څو وښودل شي چې ښځې د نارينه و په پرتله پياوړې دي او په خپل مخ کې هر خنډ لرې کولای او مخکې تللی شي.