سرچينه: ولسمشر د ملي اردو د ۶۵۰۰۰ افسرانو د ګوښه کولو پر طرحه کار کوي

ګنګوسې

سرچينه: ولسمشر د ملي اردو د ۶۵۰۰۰ افسرانو د ګوښه کولو پر طرحه کار کوي

1127

يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي دي، چې ولسمشر غني پر داسې يوه طرحه کار کوي چې له مخې به يې د ملي اردو ۶۵۰۰۰ افسران او سرتېري له دندو ګوښه کړی شي.

د دې طرحې پر اساس به ټول هغه پوځي افسران او سرتېري پر کور کښېني، چې عمرونه يې له ۵۵ کلونو پورته دي.

ويل کېږي چې د ولسمشر دغه طرحه د امريکا او ناټو له لوري هم حمايه شوې ده او په پلې کولو سره به يې د پخوانيو مجاهدينو او خلق ګوند ډېری کسان له دندو ګوښه کړی شي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملي اردو يوه ستره برخه له همدې کسانو جوړه ده. دغه طرحه د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د اصلاحاتو په لړ کې پلې کېږي.

افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي، چې د مرستو يوه ستره برخه يې د افغانستان د امنيتي سرتېرو او افسرانو له لوري په غير قانوني ډول مصرفېږي. د يادې طرحې په پلي کولو به له يوه لوري له دغه فساد سره مبارزه وشي او له بل لوري به عمر خوړلي سرتېري او افسران پر کور کښېنې.

د افغانستان رو له راپور سره سم سرچينې دا طرحه اصلاحي نه بلکې کودتايي بللې ده، چې په وينا يې مسلکي کادرونه او اصلي ظرفيتونه په کې په نښه شوي دي.

له سرچينې سره سم په دې طرحه کې ولسمشر ښايي دا هڅه هم وکړي، چې په پوځ او پوليسو کې قومي او سياسي جوړښتونه له منځه يوسي. د افغانستان د پوځ پخواني لوی درستيز شير محمد کريمي څو ورځې وړاندې د ملي اردو په ليکو کې د قوميت پالنې او فساد د ودې پړه پر بهرنيانو واچوله او زياته يې کړه، چې دا پديدې په لوی لاس د دوی له لوري د امنيتي او دفاعي ځواکونو ليکو ته ننويستل شوي او وده ورکړل شوې ده.