د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د تېر کال په پرتله دوه برابره شوي

افغانستان

د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د تېر کال په پرتله دوه برابره شوي

196

راپورونه څرګندوي، چې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکو په روان کال کې له ۲۰۰۰ ډېر بريدونه کړي دي.

له نړيوالو راپورونو سره سم دا شمېره د تېر کال پر پرتله دوه برابره ډېره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان خلک او ډېری اوسني او پخواني چارواکي د امريکا د دغو بريدونو پر ضد دي، ځکه په وينا يې ستره مرګ ژوبله په کې ولسي وګړو ته اوړي.

خبريال د امريکايي رسنيو د راپور پر بنياد خبر ورکړی، چې بهرنيو ځواکونو روان کال افغانستان کې له ۲۰۰۰ ډېر بريدونه کړي دي. خو د روان کال د يوازې تېرو مياشتو دغه بريدونه د تېر ټول کال د بريدونو په پرتله دوه برابره دي.

امريکايي ولسمشر د افغانستان په اړه په خپله نوې ستراتيژۍ کې بيا هم د هوايي بريدونو پر ډېرولو ټينګار کړی، چې له امله يې مخالفتونه راولاړ شوي دي.

سره له دې چې افغانانو په ځلونو د امريکا او ناټو د هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو پر ضد لاريونونه او د بندېدو غوښتنې وکړې، خو بهرنيان يې ورځ له بلې توندوي او د ملي يووالي حکومت چارواکي وایي، چې ټول بريدونه او عمليات له دوی سره په همغږۍ ترسره کېږي.