د هسپانيې د الحمرا قصر دیوالونو پنځه سوه کاله وروسته اذان واورېده

پام وړ

د هسپانيې د الحمرا قصر دیوالونو پنځه سوه کاله وروسته اذان واورېده

1296

 د الحمرا تاريخي قصر په لسمه ميلادي پېړۍ کې جوړ شوی و چې په ديارلسمه ميلادي پېړۍ کې د ګرناډا د يوه مسلمان امير له لوري بيا ورغول شو. په پنځلسمه ميلادي پېړۍ کې هسپانيه کې د مسلمانانو حکومت پای ته ورسېده. د هسپانيې د اندلسېا په ګرناډا سيمه کې پروت د الحمرا په نوم يوه تاريخي قصر کې نږدې پنځه سوه کاله وړاندې، د مسلمانانو د واکمنۍ پر مهال اذان شوی و چې له دې مودې وروسته په کې بيا اذان نه و اورېدل شوی.

تېره پنجشنبه د معز الناس په نوم يوه سعودي هنرمند په دغه تاريخي قصر کې اذان وکړ. د العربيه د راپور پر بنسټ، معز چې له اره د سوريې دی، په دغه قصر کې يې د اذان ويډيو په ټولنيزه شبکه خپره کړې چې تر اوسه له يوه ميليون ډېرو کسانو ليدلې او دوه نيم لکه نورو شريکه (شېېر) کړې ده. معز په اسلامي موسيقۍ او اداره کې لوړې زده کړې کړي دي.

کله چې له معز څخه وپوښتل شول چې ولې يې په دغه قصر کې اذان وکړ، هغه يې په ځواب کې وويل، ما داسې احساس کړه چې ديوالونو د خدای تعالی د بلنې غږ نه دی اورېدلی.