حکمتیار: د زورواکو ټغر په ټولېدو دی

افغانستان

حکمتیار: د زورواکو ټغر په ټولېدو دی

885

د حزب اسلامي مشر ویلي چې د پردیو پر مټ د مسلط شوو زورواکو ټغر نور په ټولېدو دی.
ګلبدین حکمتیار د چهار آسیاب له قومي مشرانو سره د کتنې پر مهال بې له دې چې د چا نوم واخلي، وویل«ځينې کسان چې د روسانو او ناټو ملګرتيا يې کړې او ځانونه مجاهدين بولي، د جهاد له نوم نه په استفادې د مظلومانو حقوق پايمالوي.»
حکمتیار څرکنده کړه چې دغه کسان چې د پرديو په زور پر خلکو مسلط شوي او بدمستي کوي، ټغر یې په ټولېدو دی، ځکه دوی ملت پيژندلي دي او نور یې ملاتړ نه کوي .
حکمتیار د خبرو پر مهال په ټولو افغانان غږ وکړ، چې د ورونو په څېر داسې ژوند وکړي، چې د خلکو سر، مال او عزت خوندي وي او په چا ظلم و نه شي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستيو كې د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ګوندونو ترمنځ اړیکې ترېنګلی شوي او وخت ناوخته د دواړو ګوندونو غړي پر یو بل توندې نېوکې کوي. د مسعود ورځې د لمانځلو پر مهال د جمعیت غړو [مړ دې وي حکمتیار] نعرې زمزمه کولې.
له دې وړاندې د لوی اختر په ورځ د بلخ والي پر حکمتیار تور پورې کړی و، چې له داعش سره بیعت لري او غواړي چې افغانستان کې د شیعه او سني او قومونو ترمتځ نفاق او کېنې ته لمن ووهي.
خو بل لور ته حزبیان د جمعیت مشران د امریکا او ایران په غلامۍ تورنوي او د افغانانو د ګټو پر ځای یې د هغوی ګټو ته ژمن بولي.