الکوزی: هند له افغان سوداګرو زیاته مالیه اخلي

افغانستان

الکوزی: هند له افغان سوداګرو زیاته مالیه اخلي

315

هند په خپلو هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګرونو کې د نورو تجارانو په پرتله له افغانانو زیاته مالیه اخلي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې د هند په هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګرونو کې له افغان سوداګرو زیاته مالیه اخېستل کېږي، چې دې سره د افغاني توکو بیه لوړيږي او له مارکېټ سره سیالي نه شي کولای.
دی وایي چې دغه ستونزه یې ارګ کې له چارواکو سره شریکه کړې، خو تر اوسه یې حل نه دی راوتی.
د یادونې وړ ده چې له هند سره د هوایي دهلېز له پرانېستل کېدو راهیسې شپږ الوتنې شوي، چې په کې د اووه ملیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو په ارزښت ٤٦٠ ټنه وچه او لنده مېوه هند ته صادره شوې ده.
د سوداګرۍ د خونې چارواکو په وینا اوسمهال یواځې له کابل او کندهار څخه د الوتنو امکانات برابر شوي، خو وروسته به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.