اسماعيل خان: د بدبختیو اصلي لامل بهرنیان دي، دوی دې زموږ له هېواده ووځي

افغانستان

اسماعيل خان: د بدبختیو اصلي لامل بهرنیان دي، دوی دې زموږ له هېواده ووځي

624

د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر ویلي، چې افغانستان کې د نا امنیو، د مخدره موادو قاچاق او د فقر د زیاتوالي اصلي لامل بهرنیان او په خاص ‌‌‌‌‌‌ډ ول امریکایان دي.
‎اسماعیل خان د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژي په کلکو ټکو وغندله او د ملي یووالي حکومت پر مشرانو یې غږ وکړ چې د امریکایانو او د هغوی د ستراتیژيو پر ځای پر افغانانو تکیه وکړي .
‎د هرات پخواني والي وویل، تر هغې چې بهرني سرتېري افغانستان کې موجود وي، نا امني د مخدره توکو قاچاق او د فقر کچه به هم لوړه وي، ځکه د دوی شتون تر اوسه پورې کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې، بلکې ورځ تر بلې یې حالات خراب کړي دي.
‎نوموړی وایي، چې تر څو پورې بهرنیان دلته موجود وي پر ضد به یې جهادي مقاومت هم روان وي او د شهیدانو کاروانونه به تېریږي.
‎اسماعیل خان زیاته کړه چې د بهرنیانو په شتون کې دی نه شي کولای په ریښتیني مانا د استقلال په اړه خبرې وکړي. دې وایي، داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت مشران د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتېژۍ ته هرکلی وایي، نه شي کولای د استقلال په اړه وغږېږي.