زاخېلوال: پاکستان بايد افغانستان ته د يوه خپلواک هېواد په سترګه وګوري

افغانستان

زاخېلوال: پاکستان بايد افغانستان ته د يوه خپلواک هېواد په سترګه وګوري

509

اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي، عمر زاخېلوال ويلي چې افغانستان به له هند سره د اړيکو په نږدېوالي پاکستان ته زيان و نه رسوي. زاخېلوال چې اسلام اباد کې يې د افغانستان-پاکستان د ډيالوګ په اړه يوه کنفرانس ته وينا کوله وويل چې د دواړو هېوادونو تر منځ بې باوري شتون لري او دغه بې باوري بايد پای ته ورسېږي.

زاخېلوال زياته کړې چې پاکستان دې له هند سره د افغانستان اړيکو ته په مثبت نظر وګوري. هغه ويلي چې زه ډاډ ورکوم چې افغانستان به له هند سره په نږدې کېدو پاکستان ته زيان و نه رسوي. زاخېلوال ويلي چې بل هېواد باندې د تکيې پر ځای اړينه ده چې دواړه هېوادونه په خپل منځ کې خپل مسائل د پوهاوي له مخې حل کړي. زاخېلوال ويلي چې د دواړو هېوادونو تاريخ، کلتور، اقتصاد او جغرافيه له يوه بل سره تړلي دي. 

افغان سفير ويلي چې د دواړو هېوادونو عام وګړي ښې دوه اړخيزه اړيکې لرل غواړي. د سفير په وينا د دواړو هېوادونو خلک ازاده سوداګري او اړيکې غواړي.

زاخېلوال ويلي چې دواړه هېوادونه به دا باوري کوي او اجازه به نه ورکوي چې د حکومتونو مخالفين د هېوادونو خاوره د يوه بل پر ضد استعمال کړي. هغه په خپلو خبرو کې ويلي چې افغانستان د پاکستان او هند تر منځ اړيکو کې توازن و نه ساته چې د سفير په خبره دا د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د خرابوالي لامل شو.

سفير زياته کړې چې پاکستان فکر کړی د افغانستان هره فیصله به اسلام اباد کوي؛ خو پاکستان بايد افغانستان ته د يوه خپلواک هېواد په توګه وګوري.

له تېرې ډېرې مودې راهيسې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې خرابې دي. افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي چې د وسله والو مخالفينو ملاتړ يې کوي؛ خو پاکستان بيا وايي چې د افغان حکومت مخالفين له پاکستانه افغانستان ته تللي او هغو سيمو کې دي چې د افغان حکومت تر ولکې لاندې نه دي.