د امام ابوحنیفه او يوه ملحد ترمنځ لن‌‌‌‌‌‌ډه مناظره

اسلام

د امام ابوحنیفه او يوه ملحد ترمنځ لن‌‌‌‌‌‌ډه  مناظره

933

يوه ورځ د ملحدینو یو ټولګی د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله درسګاه ته راغله او د الله تعالی د واحدانیت باره کې یې ورسره مناظره پيل کړه.
ملحدینو له امام اعظم څخه وپوښتل: ستا رب په کوم کال کې زېږېدلی؟
امام صېب: الله تعالی له تاریخ او زمانې څخه مخکې موجود و او د هغه د وجود اول نه شته.
امام صاحب له ملحد وپوښتل، چې له څلورو مخکې څو دي؟
ملحد: درې.
_ او له درېیو:
_ دوه.
_ او له دوه و؟
_ یو.
_ ښه، له یونه مخکې څه دي؟
_ هیڅ هم نه شته.
امام صېب ور مخ کړ، چې د حسابي یو څخه مخکې بل څه نه شته، نو څنګه به د یو حقیقي رب، چې الله دی او قدیم هم دی، بل څه وجود ولري.
ملحد بله پوښتنه وکړه، چې ستاسو رب کوم لوري ته دی؟
امام صېب: که ته په یوه توره تیاره کې ‌‌‌‌‌‌ډيوه بله کړې، کوم لوري ته یې رڼا ځي؟
-ملحد: هر لوري ته
- امام صېب: چې د یو مصنوعي نور دا حال وي، نو د ځمکې او اسمانونو د نور لورې باره کې څنګه بل ‌‌‌‌‌‌‌ډول فکر کوې؟!
- ملحد: دا را ته ووایه جې ستا رب له کومې مادې جوړ دی؟ د اوسپنې په څېر له کلکې ، که د اوبو په څېر له نرمې او که د ګازو په څېر له بخار څخه؟
- امام صېب: ایا تاسې د یوه مرګاني ناروغ تر څنګ کله ناست یاست؟
- هو.
- ایا له مرګ وروسته یې له تاسې سره خبرې کړي.
- نه
- له مرګ څخه وړاندې یې له تاسې سره خبرې کولې؟
- هو.
- ولې په کې دا بدلون راغی؟
- روح ترې اووت.
- په رېښتیا ترې ووت؟
- هو.
- ښه، نو اوس تاسې راته ووایئ چې دغه روح له څه جوړ و؟ د اوسپنې په څېر له کلکې ، که د اوبو په څېر له نرمې او که د ګازو په څېر له بخاري مادې څخه؟
- ولا په دې نه پوهېږو
- امام صېب: کله چې تاسې د یو پيد کړای شوي روح توصیف نه شئ کولای، څنګه را څخه د الهي ذات چې د ټولو موجوداتو خالق دی، توصیفول غواړئ؟!