داسې کالي جوړ شوي چې د ماشوم له عمر سره لويېږي

پام وړ

داسې کالي جوړ شوي چې د ماشوم له عمر سره لويېږي

254

 په عمومي ډول ماشومان له څلور مياشتينۍ څخه تر دوه کلنۍ پورې اووه جوړه نوي کالي اخلي؛ ځکه په دغه دوه کلونو کې د ماشوم جسم ژر غټيږي او اړتيا ده چې کالي يې ژر بدل شي. اوس داسې کالي جوړ شوي چې د ماشوم مور او پلار به ماشوم ته د ډېرو کاليو له اخيستو څخه خلاص کړي او يوه جوړه کالي به وکولای شي چې تر شپږ دېرش مياشتو پورې د ماشوم پر تن وي.

لندن کې د پيټيټ پلی په نوم يوې کمپنۍ داسې کالي جوړ کړي چې د ماشوم له عمر سره به يو ځای لويېږي. د کاليو جوړولو د کمپنۍ مشر ريان ماريو چې يو انجينر دی ويلي، چې دغه نوي کالي به کورنۍ د ماشوم په کاليو د ډېر لګښت څخه وژغوري. هغه زياته کړې چې دغه نوي جوړ شوي کالي د اوبو او هوا ضد دي او تر ډېر وخت پورې به کار وکړي. دغه راز دغه کالي د دې وړتيا لري چې په هر څومره منيځلو سره هم خراب نه شي.

په دغو کاليو کې له داسې موادو څخه ګټه اخيستل شوې چې خپل ځان لويوي. له دغو ډول موادو څخه په مرمۍ ضد کاليو کې کټه اخيستل کېږي. دغو کاليو انګلستان کې د جېمز ډايسن په نوم يه جايزه هم ګټلې او روان کال کې د يوې بلې جايزې له پاره هم نوماند دي.

کمپنۍ که دغه جایزه وګټي او که ويې بایلي، په هر حال به دغه نوي کالي بازار ته وړاندې کوي.