واشنګټن: شمالي کوریا سره جګړه نه غواړو

افغانستان

واشنګټن: شمالي کوریا سره جګړه نه غواړو

291

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ویلي، چې موږ له شمالي کوریا سره جګړه نه غواړو، ځکه دغه هېواد تر اوسه پورې د بېرته را ګرځېدو له نقطې څخه نه دی تېر شوی.
‎نېکي هالي پرون ورځ امنیت شورا کې پر شمالي کوریا باندې د نویو بندیزونو په تړاو له رایو ورکولو وروسته رسنیو ته وویل، پر شمالي کوریا باندې پر نویو بندیزونو خوشحاله نه یو، موږ جګړه نه غواړو، هغوی لا هم چانس لري چې د اتومي وسلو پروګرام څخه لاس واخلي.
‎هالې زیاته کړه چې که شمالي له اتومي پروګران څخه لاس واخېست، روښانه مستقبل به ولري او که دوی دا ثابته کړي چې پر امنه دي، نوره نړۍ به هم ورسره په امن کې وخت تېر کړي.
‎د یادونې وړ ده چې پرون ورځ د امنیت شورا د 2375 نمبر پرېکړه لیک پر اساس پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول.
‎خو بل لور ته شمالي کوریا د یادو بندیزونو په غبرګون کې امریکا ته ګواښ کړی، چې داسې دردوونکی دروند ګوزار به ورکړي چې په خپل تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدلی.