د پښتو ناول د شپانه څو خاطرې

ناولونه

د پښتو ناول د شپانه څو خاطرې

167

استاد سعدالدين شپون مې له کشرتوبه پېژانده، خو د دواړو معرفي کېدل ۲۰۱۰ کال ته ورګرځي. هغه مهال ما افغاني سايټونو ته اخلاقي او ديني ليکنې استولې. استاد شپون هم پر ليکه نړۍ کې خپل وجود تثبيت کړی و. يو وارې ما د لارې آدابو په اړه ليکنه کړې وه. بله ورځ مې د استاد مقاله کې ولوستل، له ما يې غوښتنه کړې وه چې د چټ او انټرنټ په ادابو ليکنه وکړم. بيا يې همدې لړ کې د خپلو ليکنو سرليک او متن کې له ځينې فتواوې وغوښتې، خو ما ځواب ځکه نه ورکاوه چې مفتي نه وم. يو وارې يې د خپلې ليکنې سرليک کې ليکلي وو چې «د زاهد جلالي د فتوا په تمه».

کله چې اړيکه له ايمېل او سايټونو تر فېسبوکه ورسېده، هغه راته يوه جالبه وکړه. ويل يې زما ګومان خو دا و چې زاهد جلالي به ستره لونګۍ پر سر کړې وې او په ږيره کې به يې څو تاره سپين وي، خو ته بل څه وختلې. بيا اړيکه ډېره صميمي شوه او استاد تل هره جدي او غير جدي خبره ټوکو سره مزج کوله او ډېر کله به يې هڅه دا وه چې زما فکر چلېنج او آن مسخره کړي تر څو ما وپاروي. زه به هم جدي شوم او کله به مې يوه تونده خبره ورغبرګه کړه. زما ګومان به دا و چې استاد مې خپه کړ، نور به سلام کلام ته زړه ښه نه کړي. خو په سبا يا بله ورځ به يې غږ راوکړ او هر څه به يې هېر وو. هغه د پراخې سينې خاوند و.

شپون صاحب ډېر صريح و، کله به يې صراحت له اندازې ډېر شو. هغه د خپل پلار، ګهيځ شهيد، کورنۍ، د پوهنتون د دورې او استادانو او ملګرو ډېرې کيسې کولې. يو وارې، هغه مهال چې ما د استاد عبدالحی حبيبي آثار لوستل او ورسره مې علاقه مندي ډېره شوې وه، راته يې کړه چې «زاهده، ډېر يې راته مه سيپتوه، زه يې ښه پېژنم، زما استاد و، هغه ما ته داسې و، لکه زه چې تا ته يم…». شپون صاحب ويل چې علامه حبيبي زښت ډېر سګرېټ څښول. بيا يې د حبيبي صاحب يوه عجيبه کيسه راته وکړه، خو ويل چې نور څوک درڅخه خبر نه شي. هغه به پوهاند مجروح، حسن کاکړ، اشرف غني، حبیب الله رفيع ډېر يادول. کله به غوسه و، نو ځينو ته به يې سپکې وويلې او کله به يې موډ جوړ و، نو رفيع صاحب به يې «استادو کا استاد» باله.

خالص بابا يې ډېر خوښ و. سيپتاوه به يې، د کار سړی به يې باله. هغه پوهېده چې زه له شهيد ګهيځ سره علاقه مندي لرم. د هغه کيسې به يې ډېرې راته کولې او ويل چې نن چې څه دی د ګهيځ له برکته دی. د هغه د شهادت کيسه به يې کوله، دې به ځوراوه او ويل يې چې وژونکو پسې يې ګرځم، غواړم پوه شم چا وژلی. کله به يې په ټوکه ويل، «لالا خوب کې راځي، وېرېږم ځان ته مې ور ونه بولي». استاد ويل چې د ګهيځ په اړه کتاب ليکي، خو ويل يې چې د دې پوښتنه به نه کوې چې څنګه کتاب دی او کله تکميلېږي، ځکه چې ويل يې دا پوښتنې مې نه خوښېږي. خو زما حوصله نه کېده، پوښتنه به مې کوله چې کتاب کله پوره کېږي. بیا به يې راته کړه: «زاهده، که وېرېږې چې مړ به شم او کتاب به نيمګړی پاتې شي، تا ته مې اجازه ده، هماغسې نيمګړی يې نشر کړه».

د هغه ليکنو کې ما يو جالب څه وموندل. يو وارې يې په تاند کې د خپلې زوکړې د ورځ په اړه ليکنه کړې وه او دا چې کورنۍ يې دغه ورځ څنګه ولمانځله. وروسته چې مې ترې پوښتنه وکړه، ويل يې، «دا هسې تخييل و، زه نه يم پوه چې په کومه ورځ زېږېدلی یم». ما ته په زړه پورې وه چې دغسې ليکنه هم تخييل کېدای شي. کله نا کله به يې د همدو تاودو بحثونو او خبرو منځ کې راته کړه چې «ځم، اودس کوم».

اسدالله غضنفر يې خوښ و. تل به يې له هغه سره کتو ته هڅولم. يو وار يې راته ويل: «رښتيا کابل کې يو غضنفر نومی دی، تلفون کې يې ويل، زاهد ګلالی ځوان دی». کله چې ۲۰۱۴م کال کې وطن ته راوګرځېدم، د «غضنفر نومي» په لټه کې شوم. هغه سره مې وکتل، خوږ مجلس مو وکړ، انځور مو وکېښ او استاد ته مې ولېږه، خوشاله شو په ټوکه يې وويل: «بس د دووزخ اور درباندې حرام دی». بل کس چې په ليدو يې ډېر ټينګار کاوه، سليمان لايق و. هغه سره مې هم وليدل او څه چې يې په اړه ويلي وو، هماغسې سړی وخوت.

دغو وختونو کې ما ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته د فکري کيسو په نامه يو کتاب وليکه. له استاد څخه مې پر کتاب د ليکنې غوښتنه وکړه. هغه د کتاب له لوستو وروسته راته وويل چې دا مې دې خوښ نه شول چې د ملتپالنې مخالف يې او فرویډ دې رد کړ. ما ورسره بحث وکړ او ورته ويل مې چې همدا مې باور دی، همدې نتيجې ته رسېدلی يم او که له کتاب سره نه وئ موافق، ضروري نه ده چې تقريظ پرې وليکئ. ما ګومان وکړ چې استاد به څه پرې ونه ليکي، خو څه موده وروسته يې ايمېل ته ليکنه راولېږله. د هغه تقريظ ډېرو ملګرو خوښ کړ.

استاد شپون ما سره شخصي پېژندل، خو زما له کورنۍ نه و خبر. وروسته پوه شوی و چې زه و ذاکر د استاد مير حمزه ورېرونه يو. بيا به يې کړه چې زه خو اوس په دې راز پوه شوم چې تاسې دواړه ولې راباندې خواږه لګېږئ. هغه به ويل چې استاد حمزه مې ملګری و، ورور مې و او دا متل به يې کاوه چې «د ښې غوښې ښه ښوروا وي».

استاد شپون سره څو کلنه ملګرتيا ډېرې خاطرې لري. خو د ټولو ثبتول ستونزمن دي. ښايي ځينې مهمې کيسې رانه پاتې شوې وي. په دې وروستيو کې چې زه په درس و تدريس کې ډېر بوخت شوم، اړيکه مو هماغسې دوامداره پاتې نه شوه. تر هغې چې د مريضۍ او مړينې خبر مې واورېد. الله دې وکړي چې خاتمه يې په ايمان شوې وي. الله تعالی دې يې جنتي کړي او د کورنۍ دې صبر نصيب شي.