د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي ته د شورا حاضري د لاسلیک له پاره کور ته ور وړل کیږي

افغانستان

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي ته د شورا حاضري د لاسلیک له پاره کور ته ور وړل کیږي

1537

د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړي، شمس الرحمن مسلمیار ته د شورا حاضري د لاسلیک له پاره د شورا د اداري مدیر له لوري په بایسکل، د مسلمیار کور ته ور وړل کیږي.

سرچینو خبریال رسنۍ ته ویلي چې مسلمیار تر اوسه یوازې درې ځلې شورا ورغلی دی. شمس الرحمن مسلمیار د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلمیار ورو  دی. د شمس الرحمن په اړه ویل کیږي چې له خپل مشر ورور سره، کابل کې د کارونو په تنظیم کې بوخت وي او ولایتي شورا یې پریښي ده.

سرچینو ویلي چې شمس الرحمن یوازې د شورا د مشر د ټاکنې پر مهال، په کال کې یو ځل راځي او نور نه وي. په داسې حال کې چې د شورا له ټولو امتیازاتو څخه برخمن دی.

د شورا حاضري د شورا د اداري مدیر، مدیر نادر له لوري شمس الرحمن ته د لاسلیک له پاره ور وړل کیږي.