هند افغانستان سره په پوځي برخه کې د نورې مرستې ژمنه کړې

افغانستان

هند افغانستان سره په پوځي برخه کې د نورې مرستې ژمنه کړې

340

هند افغانستان سره په پوځي برخه کې د نورې مرستې ژمنه کړې ده. د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سوارج دا ژمنه پرون د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره په کتنه کې وکړه.

د هند د بهرنیو چارو وزيرې ټينګار وکړ، چې افغانستان سره د هند اړيکې د وفا او باور پر اساس دي او دواړه هېوادونه به د پولو د پورې خوا له ترورېزم سره مبارزې لپاره يو موټی پاتې شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيک مشارکت شورا له غونډې وروسته وويل، چې تر منځ يې د امنيتي همکاريو پر زياتېدا هوکړه شوې ده. نوموړي زياته کړه، چې هند منلې ده، چې د افغانستان له دفاعي ځواکونو سره به لا ډېره مرسته وکړي.

دا وروسته له هغه ده، چې امريکايي ولسمشر د خپلې نوې ستراتېژۍ له اعلانولو وروسته له هند نه وغوښتل، چې افغانستان کې خپل فعاليت ډېر کړي.

افغان چارواکو د هند له لوري د پوځي همکاريو ډېرېدل ګټور بللي او هرکلی يې کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې هند په تېرو ۱۶ کلونو کې افغانستان سره د ۳ مليارد ډالرو په اندازه مرستې کړې دي.