د پاکستان لومړی وزير: د امريکا بنديزونه به خورا خرابې پايلې ولري

سيمه او نړۍ

د پاکستان لومړی وزير: د امريکا بنديزونه به خورا خرابې پايلې ولري

771

د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي څرګنده کړې ده، چې پر پاکستاني چارواکو د امريکا د متحده ايالاتو له لوري د بنديزونو لګول به برعکس پايلې ولري او د ترهګرۍ پر ضد د هېوادونو له لوري پيل شوې جګړې ته به سخت زيان واړوي.

رويټرز خبري اژانس سره مرکه کې عباسي ويلي، چې ټول هغه بنديزونه چې امريکا يې پر پاکستاني پوځ او استخباراتي چارواکو لګوي، د ترهګرۍ پر ضد د امريکا هڅو ته به ګټه ونه رسوي.

پاکستاني لومړي وزير ويلي، چې ترهګرۍ سره مبارزه کې به د دې هېواد د هڅو کمېدل په دې برخه کې يوازې د واشنګټن پر هڅو اغېز پرېباسي.

امريکايي چارواکو په خاصو خبرو کې ويلي، چې پر پاکستاني چارواکو پورې کېدونکي بنديزونه په توندلارو ډلو پورې تړاو لري. هغوی زياته کړې ده، چې ښايي پر پاکستان د چلن بدلولو لپاره نور بنديزونه هم ولګوي.

امريکا وړاندې ويلي و، چې که پاکستان د حقاني شبکې پر ضد اقداماتو کې پرمختګ ونه کړي، مرستې به پرې ودروي.

د امريکا او پاکستان تر منځ اړيکې وروسته له هغه ډېرې خرابې شوې، چې امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه او پاکستان يې تورن کړ، چې توندلارو ته خوندي پټنځايونه برابروي او ملاتړ يې کوي.