امریکا کې روان توپان تر اوسه دوه سوه میلیارده ډالره زیان اړولی

سيمه او نړۍ

امریکا کې روان توپان تر اوسه دوه سوه میلیارده ډالره زیان اړولی

430

د کارابین له سیمې پیل شوي د ایرما ستر توپان د امریکا ټیکساس او فلوریډا ایالتونو ته تر اوسه د ۱۵۰ او ۲۰۰ میلیارده ډالرو تر منځ اقتصادي زیان اړولی دی. دغه اندازه د موډي په نوم یوه مرکز لګولې ده.

دغه زیان د کورونو، اقتصادي مرکزونو، عامه تاسیساتو او د نورو تعمیراتو د ویجاړیدو او تخریبیدو په بڼه اوښتی دی.

ښایي د روان توپان زیان دوه سوه او نوي میلیارده ډالرو ته ورسیږي.

اوس هم دغه توپان په ځینو سیمو کې روان دی. تر ټولو زیات زیان د فلوریډا ایالت ته رسیدلی، چیرته چې نږدې شپږ میلیونه خلک له خپلو استوګنځیو وتي دي. دغه ایالت کې لا هم زرګونه کورونه او سوداګریز مرکزونه برېښنا نه لري.

فلوریډا ایالت کې تر اوسه د پنځو تنو وژل کیدل تایید شوي دي.