بګرام کې پر بهرنیو ځواکونو سرتیری برید شوی

افغانستان

بګرام کې پر بهرنیو ځواکونو سرتیری برید شوی

617

 بګرام ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کاروان سرتیری برید شوی. د پولیسو قومندان محمد زمان مموزی وایی چې درې تنه ملکیان په دغه برید کې ټپیان شوي دي.

بل خوا طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې د بهرنیو پوځیانو درې موټر ویجاړ شوي او دیارلس تنه بهرني پوځیان په کې وژل شوي دي. دوی زیاته کړې چې یوولس تنه نور یې ټپیان شوي دي.

څو ورځې وړاندې هم بګرام کې پر بهرنیو ځواکونو برید شوی و چې یو شمیر امریکایي پوځیان په کې وژل شوي وو.