شمالي كوريا امريكا ته د دردوونکې ګوزار ګواښ وکړ

افغانستان

شمالي كوريا امريكا ته د دردوونکې  ګوزار ګواښ وکړ

763

شمالي کوریا په امنیت شورا کې پر دوی باندې د نویو بندیزونو هڅې غندلي او ګواښ یې کړی چې امریکا ته به له دردونو او کړاوونو ‌‌‌‌‌‌ډک ګوازر ورکړي. 

‎د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې پر دوی باندې د امنیت شورا له خوا نوې لګیدلي بندیزونه غندلي او ګواښ یې کړی، چې هېواد به یې د واشنګټن پر ضد داسې ګامونه پورته کړي چې مخکې به یې پرې سوچ هم نه وي کړي.
‎خبرپاڼه زیاتوي، چې دوی د امریکا کړنې څاري او هغوی ته یې د داسې دردناک ګوزار تابیا نېولې چې خپل تاریخ کې یې ساری نه دی لیدلی او ټوله نړۍ به هم ورته ګوته په غاښ وي.
‎خبرپاڼه کې امریکا ته ګواښ شوی چې تر څو پورې يې له شمالي کوریا سره د سیاسي، اقتصادي او پوځي ټکر څخه لاس نه وي اخېستی تر هغې به د دوی له اتومي ګواښ سره مخ وي.
‎د یادونې وړ ده چې د شمالي کوریا له شپږمې اتومې ازموینې وروسته امریکا پر شمالي کوریا باندې د نویو بندیزونو مسوده تياره کړې چې په نږدې راتلونکې کې به یې د امنیت شورا ته وړاندې کړي. دغونوو بندیزونو کې د شمالي کوریا د ولسمشر ټوله شتمني کنګل کول او دې هېواد ته د تېلو او نساجۍ صادراتو باندې بندیزونه لګول شامل دي.