پاکستاني رسنیۍ: ایران څلور زره پاکستانیان د عراق او سوریې جګړې ته استولي

سيمه او نړۍ

پاکستاني رسنیۍ: ایران څلور زره پاکستانیان د عراق او سوریې جګړې ته استولي

198

پاکستاني رسنیو ادعا کړې چې ایران څلور زره پاکستانیان په ایراني ویزو د عراق او سوریې جګړو ته استولي.

ایران پخوا هم افغانان د شیعه مذهب پیروان د ایران په ویزه د سوریې جګړې ته استولي ول چې وروسته یې په سوریه کې د حکومت ضد تنطیمونو ددغو افغانانو ویډیوګانې په رسنیو کې خپرې کړې.

 پاکستاني رسنیو په ادعا ښایي دغه پاکستانیان چې د ایران په ویزه  د جګړې ډګر ته تللي د پاکستان د شیعه مذهب پیروان وي او یا هم د پاکستان د حکومت په هوکړه تللي وي.

ددغه پاکستاني رسنیو د راپور په وینا د پاکستان استخباراتو هڅې پیل کړي تر څو ددغو کسانو اصلي هویت څرګند کړې او د تلو مخ یې ونیسي.

د رسنیو د راپور په بنیاد کیدایشی دغه پاکستاني وګړي د عراق او سوریې له جګړې وروسته پاکستان ته راستانه شي او دلته په مذهبي جګړه کې ښکیل شي.

ایران پخوا هم د نورو هیوادونو شیعه مذهبي د ایران په ویزه د عراق سوریې او یمن جګړو ته استولي.