د تخار د ورسج پخواني ولسوال یوه 15 کلنه انجلۍ زورولې

افغانستان

د تخار د ورسج پخواني ولسوال یوه 15 کلنه انجلۍ زورولې

301

 

د تخار د ورسج ولسوالۍ پخوانی ولسوال له درې ورځو راهیسې په دغه ولسوالې کې یوه پنځلس کلنه انجلۍ په مختلف ډول زورولي او وهلې ده.

د تخار د پولیسو په وینا د انجلۍ د سر ویښتان خریل شوي او نور هم ټپي ده.

د تخار د پولیسو قومندان فقیر محمد جوزجاني رسنیو ته ویلي چې دغه انجلۍ چې فریبا یې نوم دی او له درې ورځو راهیسي زورول شوې، دده په وینا عبدالغفور د ورسج پخوانی ولسوال له خپل دوو تنو زامنو سره له دغه ولایته لادرکه شوی، پولیس هڅه کوي تر څو یې ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

په تخار کې د ښځو د امورو رئیسه رزم ارا حوش رسنیو ته ویلي چې د فریبا صحي حالت ښه نه دی او د نومړې د قضې څیړلو لپاره مو ولسوالې ته مسؤول کسان لیږلي.