پاکستانی جنرال: افغانستان کې له بهره راوړل شوې برنامې نه چلېږي

افغانستان

پاکستانی جنرال: افغانستان کې له بهره راوړل شوې برنامې نه چلېږي

449

د پاکستان د پوځ يوه جنرال او د ګډې کمېټې مشر جنرال زبير محمود حيات څرګنده کړې ده، چې افغانستان کې له بهره راوړل شوې برنامې نه پلې کېږي. نوموړي پر امريکا غږ کړی دی، چې ستونزه د خبرو اترو له لارې اواره کړي.

دغه پاکستانی جنرال چې له څو ورځو راهيسې لندن کې دی وايي، چې افغانستان کې دې د ناکامۍ پړه پر پاکستان نه اچول کېږي، بلکې ټول هغه هېوادونه په کې پړه دي، چې دې هېواد کې پوځي حضور لري.

جنرال زبير حيات دغه راز ويلي، چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او بايد د خبرو اترو له لارې پای ته ورسول شي.
«امريکا دې په دې پوی شي، چې له بهره راوړل شوې برنامې د افغانستان له حالاتو سره سمون نه خوري، ځکه نو بايد پر خبرو اترو ټينګار وشي».

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازيتوب د دفتر سرپرستې وړمه ورځ وويل، چې طالبان به د سولې خبرو ته اړ کړي. نوموړې زياته کړه، چې په دې اړه له پاکستان او د سيمې نورو هېوادونو سره غږېدلي دي او داسې شرايط به رامنځته کړي، چې طالبان اړ شي له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کښېني.