امریکا: ټیکساس ایالت کې په یوه کلب کې اته کسان په ډزو وژل شوي

سيمه او نړۍ

امریکا: ټیکساس ایالت کې په یوه کلب کې اته کسان په ډزو وژل شوي

268

د امریکا د ټیکساس ایالت په یوه کلب کې د ډزو کوونکي په ګډون اته کسان په وژل شوي دي.

چارواکو ویلي چې لومړی یوه تن په کلب کې په ناستو څو کسانو ډزې وکړې چې اووه کسان یې ووژل او بیا ډزې کوونکی د پولیسو له لوري په ډزو ووژل شو. ویل کیږي چې جګړه د یوې شخړې له امله رامنځته شوې ده.

یوې عیني شاهدې ویلي چې له دیرشو تر څلوېښتو پورې ډزې یې اوریدلي دي. له ډزې کوونکي سره په جګړه پولیسو ته مرګ-ژوبله نه ده اوښتې.